(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښادموليناقيام الدين خادم ٢٩ تلين ونمانځل شو.

[24.Aug.2008 - 10:45] پېښور: افغان ادبي ټولنې او خښي کولتوري ټولنې((دساپي پښتو څېړنو او پراختيامرکز)) په ملتيا د پېښور د بورډ زيارت تم ځاى ته څېرمه د پي سي ايس کالج په انگړ کښې د لوى استاذ مولينا قيام الدين خادم ٢٩ تلين د يوې سترې پرتمينې غونډې په ترڅ کښې ونمانځه . غونډه د ښاغلي صلاح الدين انتظار لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه .د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتونکي عبدالروف قتيل خوږياڼى دغونډې د مشر په توگه وټاکل شو ، جنرال عبدالصمد مومند، داريانا پوهنتون مرستيال ښاغلى ډاکټر انور ظفري ، افغان ژورنالست عبدالرزاق حبيبي د مشرانو مېلمنو په توگه په سټېج ناست ول ، چې وروسته گل وزير اوغز وال هم د مېلمنو سره کښېنول شو. د غونډې د سټېج چارې دافغان ادبي ټولنې غړيو واحدالله خاکسار او عبدالوهاب څاروان په گډه پرمخ بېولې. دافغان ادبي ټولنې مشر اسلام گل شېرزاد دغونډې پرانستې وينا وکړه او د راغليو مېلمنو د مننې ترڅنگ يې د ټولنې په موخو رڼا واچوله او په ترڅ کښې يې دا هم وويل ، چې افغان ادبي ټولنه له ټولو هغو ټولنو څخه مننه کوي ، چې د مرستې له مخې يې نن د قيام الدين خادم ٢٩ تلين په پرتمينو مراسمو نمانځو. ورپسې ښاغلي خليل الله قتيل زوى ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) د بنسټوال الحاج امام الدين ساپي پيغام ولوست او د خادم پښتو او پښتونواله يې وستايله بيا ډاکټر ثريا خادم د ټېلېفون په ليکه دغوندې برخه والو ته خبرې وکړې او زياته يې کړه : دلوى او بخښونکي خداى(ج) په نامه السلام عليکم ورحمت الله وبرکاه! عزتمندو درنو مشرانواو د غونډې معززو حاضرينوته د زړه له کومي السلام او درناوى وړاندې کوم،د درنو مشرانو لاسونه د خادم بابا په ياد د درناوي په نوم ښکلوم، کشرانو ورونوته يو ځل بياستړي مشي وايم او د ورورولۍ په ناز يې نازوم. په ډېر اخلاص سره ځان د خادم باباپه ياد په روانه غونډه کې د خادم د مدرسې د يوې زده کوونکې په توگه برخمن بولم. معززو حاضرينو! زه يوه طبيبه يم؛ نه شم کولاى ، چې د ارواښاد لوى استاذخادم صاحب پر ټولنيز، سياسي،ادبي او فلسفي هر اړخيز شخصيت خبرې وکړم، خودومره ويلى شم، چې خادم باباماته يو مهربان ، بادسپلينه پلاراو خاص ښوونکى و، اولاد دوسته و، خپل دوستان او شاگردان يې ښه پالل او ښه روزل؛ ټولنيز او ديني عالم و، د کورنۍ ټول غړي يې تعليم، کار او عبادت ته مجبور او مکلف گڼل او په دې برخه کې يې له جديت او حوصلې څخه کار اخستو او دا، چې زه طبيبه خپل ځان د هغه د نيکيو احسان من بولم ، چې دا فيصله يې د خپل اولاد په څېر د ملت پر اولادونوهم لرله اوهرڅوک يې تشويقول، چې څه زده کړي؛ نو يوه يې سياسي گټه وه او بل يې په دا لاندې ټکو باندې ټينگارکاوه، چې په وار وار مې دده له خولې اوريدلي، چې ويل به يې : که غواړئ، چې خپل ولس او هېوادته ښه خادمان شئ؛ نوتر هر څه دمخه په خپلوملي مقدساتو، ملي کولتور ، ملي اقتصاد،ملي تاريخ او د هېواد پالنې په گډاحساس ځانونه پوه او سمبال کړئ او په علمي توگه پرې نقد ولرئ اوکلک ملاتړ ورځنې وکړئ. په پاى کې يو ځل بيا د لوىخداى (ج) څخه ټولو د غونډې حاضرينو ته د خير او برکت د اجر غوښتنه کوم؛ په درناوي سره يو ځل بيا د غونډې له درنواو مهربانوگډون کوونکيو څخه مننه کوم، چې ماته يې د څولنډو خبرو بلنه راکړه.همدارنگه په لرې پښتونخوا کې د افغان ادبي ټولنې،خښي کولتوري ټولنې ، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيامرکز اوهغو غړيوڅخه، چې د خادم صاحب په قبر مشاعره جوړوي اوخپل د عقيدت گلان پرې ږدي مننه او خوښنه کوم. باعزت اوسئ اود نمونې په توگه د بابا هغه څو کرښې تاسو ته لولم، چې اولاد يعنې د ملت اولاد ته يې يادگارپرېښي دي: اولاد ته! کــــه پښتـــــو مـو خپله پرېښوده سودا ده په قيامت به زما لاس ستاسو گرېوان وي مـــــــونږ تــــه پاتې له نيکونو نه جهاد دى تــــل قـــــومونـه په جهاد باندې ودان وي کــــورنۍ دې د خــادم خدمت شعار کړي په مفاد د ټول افغان دې هر يو کار کړي لــــه زحمت او لــه تکليفه يې ډار نه شي هر عمل دې په اخلاص او په ايثار کړي (ق.خادم) روح دې يې ښاد، ياد او تل تازه وي.. په درنښت ډاکټر ثريا خادم د ولس خدمتگاره بيا ښاغلي صفي الله سنگين د سويډن څخه دافغان ليکوال او سياسي څېړونکي حبيب الله غمخور رالېږلى پيغام برخه والو ته وړاندې کړ او ډاکټر علي گل زابلي خپله ليکلې مقاله ،چې دارواښاد خادم د ژوند په بېلابېلو برخو يې ليکلې وه واوروله . داريانا پوهنتون مرستيال ډاکټر انورظفري لنډې خبرې وکړې او د قيام الدين خادم څېړنيز اړخ يې وڅېړه اوپه ترڅ کښې يې وړانديز وکړ ، چې افغان ادبي ټولنه دې دنورو ټولنو په ملتيا د عبدالله غمخور په ژوند يوه غونډه راوبلي . هغه ددې وړتيا لري ،چې ځوانان يې په ژوند ونمانځي او ويې هڅوي ، نوموړى ادبي او علمي څېره ده . ورپسې ځوان او نوښتگر افغان ژورنالست فضل قادر انډيوال د خښي کولتوري ټولنې د افتخاري مشر حاجي عبدالوکيل اټک پيغام واورولو. د خښي کولتوري ټولنې ، چې د خپل جوړښت له مخې دملي هستيو د نمانځنې لړۍ پيل کړې ، دا ځل يې د افغان ادبي ټولنې او ((دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) په ملتيا د لوى مفکر ، استاذ مولينا قيام الدين خادم ٢٩ تلين لمانځي . خښي کولتوري ټولنه هوډ کوي ، چې د ملي هستيو د نمانځنې دغه لړۍ د نورو فرهنگي ټولنو په ملتيا هم دود او روانه و ساتي او د نورو ملي هستيو نمانځنې ته هڅونې پيل کړي .. په درنښت حاجي عبدالوکيل اټک د خښي کولتوري ټولنې افتخاري مشر بيا د خښي کولتوري ټولنې مشر اجمل اټک د ټېلېفون په ليکه دغونډې برخه والو ته د ارواښاد قيام الدين خادم په هر اړخيز شخصيت خبرې وکړې او ويې ويل ،چې په بهرنيو هېوادونو کښې هم دلوى استاذ قيام الدين خادم د٢٩ تلين په اړه بېلابېلې غونډې په پام کښې نيول شوي . نوموړي زياته کړه ،چې خښي کولتوري ټولنه به د نورو ملي هستيو لمانځنې وکړي او دا ځل هوډ لري ،چې د نورو ټولنو په ملتيا د افغان ليکوال او ادبي څېرې عبدالله غمخور د ژوند هلې ځلې ونمانځي. ورپسې صلاح الدين انتظار يوه ملي ترانه په ترنم کښې وړاندې کړه . جنرال عبدالصمد مومند لنډې خبرې وکړې او داستاذ قيام الدين خادم يوه اخلاقي خاطره يې د غونډې گډونوالو ته وړاندې کړه. د پيلوزي مجلې مسوول مدير نظيرالحق قريشي دارواښاد قيام الدين خادم پېژندنه وړاندې کړه ،چې د حبيب الله غمخور لخوا ليکل شوې وه . ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي دغونډې ارزونه وکړه او ورسر ورسره يې د مولانا قيام الدين خادم په ادبي ژوند خبرې وکړې او خپل شعر يې ، چې دارواښاد خادم صاحب د شعر په ليکه يې ليکلى و برخه والو ته واورولو. د حزب اسلامي يو غړي ډاکټر اسماعيل نيازي هم وينا وکړه او وړانديز يې وکړ ،چې ځوانان بايد د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيارسياسي نه بلکې ادبي او فرهنگي اړخ وڅېړي او غونډې پرې جوړې کړي ، نوموړي زياته کړه ،چې گلبدين حکمتيار يواځينى شخصيت دى ،چې په پښتو يې د قرآنکريم د تفسير کار روان کړى دى . د مازيگر له لمانځه وروسته ازاده مشاعره وشوه . د يادونې وړ ده چې د غونډې په ترڅ کښې د ((سولې ډيوه )) ، د ((پېلوزى)) مجلې لومړۍ گڼه ، د متين خوږياڼي((د زخمي زړگي فرياد)) شعري ټولگه په گډونوالو ووېشل شوه. غونډه د مازيگرنۍ په ورکولو او د تحسين الله تحسين لخوا په دعايې پاى ته ورسېده
- Pakhtoonkhwa. Khabaryal
بېرته شاته