(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راتلونکی جمهوررئیس به څوک وي

[18.Aug.2008 - 22:03] 18.08.2008:دا هغه پوښتنه ده چې په خبری رسنیو کی لاندی باندی کیږی ، پدی اړه د مشرف پلوه مسلم لیګ (ق) ډلې یو مشر مشاهدحسین وایی د واکمن ایتلاف د دوو مهمو ګوندونو یعنی پیپلز PPPاو مسلم لیګ (ن) ګوند په منځ کې اختلافات راپارولی شي ، که چیری راتلونکی جمهوررئیس هغومره قانوني اختیارات ولري لکه څومره چې پخواني جمهوررئیس مشرف لرل ،نوبیا امکان شته چې پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) ډله به د جمهور رئس څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او که چیری پارلمان د جمهوررئیس نه د اختیاراتو اخستلو فیصله وکړي. نوبیا امکان دا دی چې د کوم بل ګوند مشر یا کوم بې طرفه شخصیت د جمهوررئیس په څوکۍ کېښني. تر اوسه چې په میډیا کې کوم ګنګوسي دي هغه دا دي چې د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري کیدای شي جمهورئیس جوړ شي. خو دا هم ویل کېږی چې ښاغلی زرداري کومه ښځه جمهورئیس جوړول غواړي ،خپله د بې نظیر بوټو زوي بلاول بوټو ویلي راتلونکی جمهوررئیس به د پیپلز ګوند نه وي. د عوامي نیشنل ګوندمشرANP اسفندیار ولی خان د جمهوررئیس جوړیدو په اړه هم په میډیا کې ګنګوسي روان دي،خو بیا به پوښتنه دا کېږي چې اسفندیار ولي خان به د جمهوررئیس هغه ټول واک او اختیار ولري کوم چې ښاغلی مشرف لرل. د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر چودري نثار علیخان د راتلونکي جمهوررئیس په اړه دخپل ګوند لخوا د چانوم ښودلی نه دی خو دا یې ویلي دی چی د ایتلافي ملګرو سره به په دغه موضوع خبرې کوي. هغه د یوبل پښتون مشر او د پختونخوا ملي عوامي ګوند PkMAPمشر محمود خان اچکزي او د پخواني ستر قاضي صدیق الزمان صدیقي نوم هم اخستې دی. په پاکستان کی زیاتره وخت دجمهوری ریاست کرسئ د پښتون صدر له خوا سنبال شوی ، نو کیدای شی چی دا وار هم یو پښتون جمهور ریس شی، خوتر اوسه لا دراتلونکی جمهوررئیس په هکله کو کوټلی ګام ندی اخستل شوی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته