(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروېز مشرف له جمهوری ریاست استعفا ورکړه

[18.Aug.2008 - 10:55] د پاکستان جمهور ریس ښاغلی پرويز مشرف نن د ګل ( دوشنبې )په ورځ د2008 ع کال د اګست د میاشتی په 18 مه نیټه دPTV تلویزون د ژوندۍ خپرونې له لارې خپل ملت ته د وينا پرمهال له خپلې دندې استعفا اعلان کړه . ده وويل : «نن زه د خپل قوم او ولس په خاطر له خپلې دندې استعفا ورکوم»او د کړکېچ د مخنيوي لپاره مې دا کار وکړ .ده وویل چې دپارلمان سپیکری ډاکټر فهميده مرزا ته يې دولسمشرۍ استعفى ليږلې ده،نوموړي زياته کړى ، چې پارلمان دنوموړي دنيونې ( مواخذې ) حق لري او دې دخپل ځواب ورکولو حق . نوموړی په 1999 ع کال کې د نوازشريف په خلاف د يوې کودتا په ترڅ کې واک ته رسېدلی ؤ . ښاغلی پرويز مشرف د خپلو خبر و پرمهال خپل مخالفين تورن کړل چې د پاکستان د ملت او گټو په خلاف خبرې کوي او کوښښ یی کاوه چی د واکمن گوند له خوا پرې له لگول شويو تورونو دفاع وکړي،او د خپلې تېرې نهه کلنې واکمنۍ پرمهال یی ، د هېواد د مخابرواتو پرمختگ، اقتصاد، د پانگونې ډېروالي او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د ملي مروجې پيسې د ارزښت زياتونې ته اشاره وکړه . ښاغلي مشرف وويل: زه له خپلو هغو سياسي او غير سياسي ملگرو مننه کوم، چې له ماسره يې په ستونزمنو وختونو کې مرسته کړې ده . جمهوررئیس پرویز مشرف دنواز شريف په حکومت کې دپوځ سرلښکر ټاکل شوى ؤ اؤ بيا هغه په ١٢م اکتوبر ١٩٩٩ء هاغه مهال دنواز شريف په حکومت کودتا وکړه کله چې نواز شريف دپوځ دسرلښکر دمنصب څخه دپرويز مشرف د لرې کولو اعلان وکړو دپاکستان مستعفي شوى جمهوررئيس دپخوانيو پوځي واکمنو جنرال ضياء الحق اؤ جنرال ايوب خان څخه وروسته دريم پوځي مشر ؤ چې تر اوږدې مودې يې په هيواد واکمني وکړه. نوموړى دنواز شريف په حکومت کې دپوځ سرلښکر ټاکل شوى ؤ اؤ بيا هغه په ١٢م اکتوبر ١٩٩٩ء هاغه مهال دنواز شريف په حکومت کودتا وکړه کله چې نواز شريف دپوځ دسرلښکر دمنصب څخه دپرويز مشرف د لرې کولو اعلان وکړو په ١٢م اکتوبر ١٩٩٩ء دچيف ايګزيکټيو په توګه واک ته له رسيدو درې ورځې وروسته قام ته په لمړي ځل خطاب کړى ؤ اؤ داساسي قانون په ځنډولو يې موقتي ايني امر جاري کړى ؤ. وروسته پرويز مشرف په ٢� م جون دهاغه وخت جمهوررئيس رفيق تارړ هم ګوښه کړو اؤ پخپله دجمهوررئيس په څوکۍ کښيناستو اؤ دغسې هغه دپاکستان يو طاقت ور واکمن جوړ شو په ١١ سپټمبر ٢� � ١ء امريکا کې دترسره شوؤ ترهه ګريزو بريدونو څخه وروسته يې امريکا سره دترهه ګرۍ په ضد جوړ شوي ائتلاف کې دورګډيدو پريکړه وکړه. پرويز مشرف دخپلې واکمنۍ د٣ؤ کلونو څڅه وروسته په اساسي قانون کې دبدلون کولو دلارې په ٣� م اپريل ٢� � ٢ء دجمهوررئيس دڅوکۍ لپاره ريفرنډم وکړو اؤ د ٥ؤ کالو لپاره جمهوررئيس وټاکل شو. هغه په دغه مهال د٢ؤ پخوانيو صدراعظمانو بې نظير بوټو اؤ ميا نواز شريف په ټولټاکنو کې په برخه اخستلو بنديز هم لګولى ؤ. دهغه په حکومت کې په کال ٢� � ٤ء کې صدراعظم ظفر الله جمالي دصدراعظم دڅوکۍ څخه مستعفي شو اؤ چوهدري شجاعت موقتي صدراعظم وټاکل شو، وروسته بيا دپرويز مشرف په خوښه دصدراعظم څوکۍ شوکت عزيز ته وسپارل شوه. په ٢� � ٣ء کې يو ځل بيا پرويز مشرف په اساسي قانون کې بدلون وکړو اؤ دهغه لخوا دواکمنۍ په مهال اخستل شوؤ ګامونو ته پارليماني تحفظ ورکړل شو اؤ ددې ترڅنګ موقتي ائيني امر هم داساسي قانون برخه وګرځيده. داسمبليو دماتولو دواک 58(2)B ترڅنګ دپوځ دسرلښکر دګمارلو واک هم پرويز مشرف پخپل واک کې ونيولو اؤ دملي امنيتي کونسل په نوم يې يوه اداره جوړه کړه. دخپلې واکمنۍ په موده کې په جمهوررئيس پرويز مشرف څو ځله دوژنې بريدونه هم شوي وؤ، ولې هغه په دغه بريدونو کې بچ وتلى ؤ اؤ بيا وروسته دنوموړي څخه دپوځي يونيفارم دکوځولو غوښتنې سرراپورته کړو. دپرويز مشرف په حکومت کې دمخالفو ډلو داحتجاجونو څخه په مجبوريدو هغه دپاکستان پيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو خاوند دبند څخه خلاص کړو اؤ دهيواد څخه بهر دوتلو لاره يې ورکړه. په کال ٢� � ٦ء کې دنوموړي يو کتاب مخې ته راغلى چې په هغې کې پرويز مشرف په لمړي ځل انکشاف وکړو چې دهغه په واکمنۍ کې دالقاعده په سوونو ترهه ګر دمعاوضې په ترلاسه کولو سره امريکايي سي ايي اى ته سپارل شوي دي. ٢� � ٧ء دپرويز مشرف دپاره تر ټولو ستونزمن کال ؤ، په ٩م مارچ هغه دسترې محکمې مشر افتخار چوهدري څخه دمستعفي کيدو غوښتنه وکړه ، ولې مشر قاضي دپرويز مشرف په غوښتنه دخپل منصب څخه مستعفي نۀ شو. اؤ دغسې په ١٢م مارچ جمهوررئيس هغه ديو صدراتي ريفرنس له لارې غير فعاله کړو. خو په ٢� مه جولايي سترې محکمې لرې کړل شوى مشر قاضي بيرته پځايې کړو، په دغه دوران کې دجمهوررئيس دپريکړو په ضد وکيلانو، سياسي فعالينو اؤ دمدني ټولنې غړو يو کوټلى تحريک هم وچلولو. دسترې محکمې لخوا دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف ته وطن ته دبيرته راتګ اجازې ورکړل کيدو پرته چې کله نواز شريف وطن ته راستون شو نو دپرويز مشرف په حکومت کې هغه داسلام اباد دهوايي ډګر څخه بيرته سعودي عرب ته واستول شو. ولې څو اوونۍ وروسته نواز شريف يو ځل بيا خپل هيواد ته راغلى. په ١٨م اکتوبر بې نظير بوټو هم د دملي مصالحتي قانون دلاندې هيواد ته راستانه شوه اؤ دغسې دپرويز مشرف په وړاندې په لمړي ځل دهيواد ددوؤ لويو سياسي ګوندونو مشرانو ته دمخالفانه غږ پورته کولو موقع په لاس ورغله. په ٣م نومبر جمهوررئيس په هيواد کې بيړنى حالت پځايې کړو اؤ د سترې محکمې دمشر قاضي په شمول يې ګڼ شمير قاضيان ګوښه کړل، ددې ترڅنګ يې پر ميډيا هم قدغنونه ولګول. دسياسي ، مذهبي ، وکيلانو اؤ مدني ټولنې دغړو دسخت احتجاج څخه وروسته په ٢٨نومبر٢� � ٧ء پرويز مشرف دپوځ دسرلښکر منصب پريښودو، ولې دجمهوررئيس څوکۍ يې بيا هم پخپل لاس کې ساتلې وه. په ٢٧م دسمبر بې نظير بوټو يو ترهه ګريز بريد کې ووژل شوه اؤ دغسې په ١٨مه فرورۍ په پاکستان کې عامې ټولټاکنې وشوې چې په دغه ټولټاکنو کې دمشرف په پلوۍ ولاړ سياسي ګوند مسلم ليګ(ق) درنه ماتې وخوړه اؤ پيپلز ګوند اؤ مسلم ليګ(ن) پکې تر ټولو زياتې رايې وګټلې اؤ په هيواد کې يو ګډ حکومت رامينځته شو، چې دغه حکومت دجمهوررئيس دمواخذې هڅې پيل کړې اؤ بالاخره پرويز مشرف مجبوره شو چې دمواخذې دنوبت راتلو څخه دمخه دواک څخه تير شي. ډیوه President Musharaf resigned - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته