(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په فرانکفورت کی دخدای بښلی خان بابا عبدالولی خان په یاد غونډه او دوعا

[17.Feb.2006 - 15:51] دغه باغ به دې خلاص نشي له خزانه که چاپیر ورځینې سد د سکندر کړې په ډیره خواشینۍ سره ټولو درنو او محترمو هیواد والو ته دا غمجین خبر ورکول کیږي چې د پښتنو ستر نومېالۍ مشر او د تېریکونکو په ضد ستر مبارز او لوړ شخصیت « ارواښاد خان بابا عبدالولی خان» په ۲۰۰۶/ ۰۱ / ۲۴ نېټه د دې نړۍ څخه دتل د پاره سترګې پټې کړي او نوموړې په چارسده کې خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. دا دردونکې پېښه د لراو بر پښتون ولس د پاره ډیره غټه ضایع ګڼل کېږی. په المان کې اوسیدونکوو هیواد والو ته خبر ورکول کیږي چې ارواښاد ته د دعا او هم د هغه د تاریخي مبارزې او ژوندون بهیر په یاد په جوړېدونکې غــونــډه کې چې په ۱۸ / ۰۲ /۲۰۰۶ نېټه، په ۱۴ بجو په لاندې پته کې پرانیستل کیږي، برخه وال شي. راځی چې په ګډه او د ګڼ شمېر په ګډون د پښتنو د ستر نه ستومانه کېدونکي او نه هېرودونکي لوړ شخصیت ارواښاد خان بابا عبدالولی خان روح ته د نیکو هیلو او د ښه غوښتنو لاسونه د پاک الله « ج » په دربار کې پورته کړو. پــــــتـــه Rödelheimer str.38 60487 Frankfurt am Maim ( Bockenheim-Schönhof ) ضـــروری ټــلـفــونــونــه نصیر خان 57057066 - 0171 صفدر خان 3078668 - 0160 داقبال لالا د فتر 612351 - 069 فکس 61993245 - 069 [email protected] - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته