(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پرویز مشرف په استعفا خبری روانې دي

[15.Aug.2008 - 22:16] ډیوه ۱۵/۸/۲۰۰۸:د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې د راګیر شوي جمهوررئیس ښاغلی پرویزمشرف ملګري و ایی د نوموړي د استفا لپاره موافقې ته د رسیدو په لړ کې خبرې اترې روانې دي. خو د جمهوررئیس ویاند راشد قریشي نن ویلي چې ښاغلي مشرف به استفا نه ورکوي ،نوموړي هغه رپوټونه دروغ بللي چې وایي ښاغلي مشرف دځان د خلاصي لپاره په کوم جوړجاړي کولو کار کوي اود مواخذې پرځایې به استفا ورکوي . د مشرف پلوه مسلم لیګ (ق) ډلې یو مشرمشاهدحسین وائیس اف امریکا ته وویلي چی خبری په دې روانی دی چې ایا ښاغلي مشرف په پاکستان کې د محاکمه کیدو بغیر پاتې کیداې شي او که نه لاکن د مسلم لیګ (ق) ډلې یوبل مشر او پخواني وزیرامیرمقام خان وویلي چې مشرف به استفا نه ورکوي. يوې امريکايي خبري شبکې دمسلم ليګ(ق) دنوميالي مشر طارق عظيم له خلې ويلي دي چې د جمهوررئيس دمواخذې څخه دبچ کولو لپاره جمهوررئيس ته دخوندې لارې ورکولو په اړه په مختلفو چارو غور روان دى اوخبرې اترې پيل شوي دي. دامريکا دسپينې ماڼۍ وياندې ډينا پرينو هم نن ميډيا ته ويلي وؤ چی دجمهوررئيس پرويز مشرف په ضد کيدونکې دمواخذې کارروايي قانوني اؤ ائيني ده. سرچينې وايي دامريکا لخوا دجمهوررئيس دمواخذې سره له اتفاق وروسته داسې احتمال پيدا شوى دى چې په راتلونکيو ٤٨ؤ ساعتو کې به دجمهوررئيس پرويز مشرف دسرنوشت په هکله مهم اعلان وکړل شي. دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار بهرنيو ژورنالستانو سره په خبرو کې ويلي دي جمهوررئيس پرويز مشرف ته مشوره ورکړل شوې ده چې کۀ هغه استعفي ورکړي نو ورته به خوندي لاره ورکولى شي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته