(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ کې چيچن اؤ نور بهرنیان موجود دي

[14.Aug.2008 - 17:26] 14.08.2008 :پيښور کې د بيرغ خيژونې دستورې څخه وروسته ژورنالستانو سره دخبرو په مهال دپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل چی زمونږ دمالوماتو له مخې باجوړ کې چيچن اؤ نوربهرنیان موجود دي چې په ضد يې عمليات کولى شي.خو خبرې اترې زمونږ لمړۍ ترجيح ده. راپورونه وايي دباجوړ ايجنسۍ په سالارزو، ملاکلي اؤ مامومند سيمو کې امنيتي ځواکونو دځايې طالبانو پر سنګرونو بمباري وکړه، چې له امله يې دطالبانو ګڼ شمير پټ ځايونه تباه شول او د٤ؤ طالبانو په ګډون ١� تنه وژل شوي دي. باجوړ ايجنسۍ کې دمخ په زياتيدونکيو پوځي عملياتو له امله په لويه پيمانه ځايې خلک له دغه ځايې څخه خوندي سيمو، پيښور،مردان، چارسده اؤ نورو ته کډې وړي. طالبانو دخار دامنيتي ځواکونو کيمپ اؤ دصديق اباد بازار محاصره ختمه کړې ده. بل لوري ته دپښتونخوامشر وزير بشيراحمدبلور ويلي دي سوات اؤ متنو کې دامن وامان ستونزه نشته بلکې حکومت دبغاوت سره مخ دى. هغۀ وويل دکوم فشار منلو څخه پرته مو مولانا صوفي محمد خوشې کړو، سوات کې دامن تړون وشو خو بعضې قوتونو ددغه تړون څخه سرغړونه وکړه اؤ حکومتي واک يې چيلنج کړو چې په ځواب کې يې حکومت عمليات کوي. دخبری رسنیو د خبرونو له مخی کرمه ايجنسۍ کې دقبائيلو ترمينځ نښتو کې د٨ؤ ورځو څخه په روانو نښتو کې تراوسه ١٢� کسان وژل شوي اؤ شاوخوا ٢� � کسان ټپیان شوي دي. . اودسوات کبل تحصيل کې دګولې لګيدو له امله يوه ښځه اؤ دهغې لمسى مړۀ شوي اؤ يو تن بل ژوبل شوى دى. خبری سرچينې وايي دکرمې ايجنسۍ په بګزيي،چارديوار،جيلامى،سده،خوارکلي،بالش خيل اؤ نورو سيمو کې دقبائيلو ترمينځ نښتې روانې دي چی ديو بل په ضد درنې اؤ خودکاره وسلې کاروي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته