(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک باباته جایزه ورکړی شوه

[12.Aug.2008 - 21:50] دPSDPدارلانشا خبر:دروان ۲۰۰۸ ع کال د اګست د میاشتی په لسمه د پاكستان د ادبياتو اكاډمي د پښتو د ادب پلاراجمل خټك باباته دپښتوژبی او ادب ته دنه ستړیکیدونکو خدمتونو په وياړ ستره ادبي او کولتوری جايزه چې «كمال فن ايوارډ» نومېږي وركړه. چی ددی سره پنځه لكه کالداری هم مل دی. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP خپل سیاسی او روحانی مشر اجمل خټک بابا ته مبارکی وایی او روغ صحت ورته له لوی خدایه غواړی. همدا راز د پاكستان د ادبياتو اكاډمي دپښتو ژبـی نامتو شاعر،لیکوال ، ادیب او څیړنکارښاغلی دروېش درانى ته د پښتو شعر په وزن باندې څیړنیز کتاب « پښتو عروض» په ویاړ چی دپښتو د ادب په میدان کی ډیرمهم څیړنیز کتاب دی د «قومي ادبي ايوارډ» په نوم جايزه ورکړه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP ښاغلی دروېش درانى د زړه له کومی مبارکی وایی . De pakhto de adab plar Ajmal Khatak Baba ata de Adabiato akademy Jaeeza warkra. Hamda raz khaghali Darwesh Durani ta ham de Adabiato akademy Jaeeza warkra. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته