(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي ټولنه اوخښي کولتوري ټولنه داستاذ خادم ٢٩ تلين لمانځي

[12.Aug.2008 - 11:34] افغان ادبي ټولنه او خښي کولتوري ټولنه په گډه غواړي ، چې د سنبلې د مياشتې په لومړۍ نېټه ، چې داگست له ٢٢ سره برابره ده د پېښور د بورډ د زيارت تم ځاى ته څېرمه د پي سي ايس په کالج کښې د لوى مفکر او د پنځو ستوورو ځلانده ستوري او استاذ قيام الدين خادم ٢٩ تلين د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کښې ولمانځي . ليکوال کولاى شي ،چې د استاذ خادم په اړه خپلې ليکنې په [email protected] او [email protected] باندې راولېږي. وخت : ماسپښين درې بجې د جمعې مبارکه ورځ - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته