(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور کی چاودنې لږترلږه ١٣ کسان وژلي

[12.Aug.2008 - 11:23] بـی بـی سی12.08.2008:پېښور ته نژدې د بډه بېرې په سيمه کې د هوايي ځواکونو اډې ته نژدې د پوليسو پرموټر د سړک د غاړې د ماين په چاونده کې لږ ترلږه ١٣ کسان وژل شوي دي . چاودنه د سړک پرغاړه د پولچک لاندې د ښخ کړاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوې ده . د غلام محمد په نامۀ د پوليسو يوه ضابط ويلي چاودنه هغه مهال وشوه کله چې يوه پوځي موټر ١٨ پوځي کارکوونکي د خپل کار ځاى لېږدول . امنيتي چارواکو ويلي چاودنې په سيمه کې نورو گاډيو ته هم سخت زيان رسولى دى . د خان عباس په نامۀ يوه بل امنيتي چارواکي ويلي چې د پېښور مرکزي روغتون ته يې د لسو کسانو مړي او ١١ نور ټپيان لېږدولي دي . د پاکستان د شمال لوېديځ سيمې د پوليسو مشر ويلي ښايي د قربانيانو شمېره تر دې هم واوړي . د پاکستان د هوايي ځواکونو چارواکو ويلي د چاودنې په اړه د معلوماتو او څېړنو په درشل کې دي . په دې وروستيو کې د پاکستان پوځ په خيبر سيمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپل بريدونه ډېر کړي دي . د رپوټونو له مخې په دې وروستيو د دواړو غاړو ترمنځ په بريدونو کې دواړو جنگي ډلو ته مرگ ژوبله اوښتې ده . دغه بريدونه د روان کال په جولاى مياشت د دواړو غاړو ترمنځ زيات شول، چې د امنيت د کسانو په گډون په لسگونه کسان په کې ووژل شول . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته