(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ اؤ کرمې کی نښتی ، يپيښور کې ځانمرگي بريد اؤ مردان کې بمي چاؤدنه

[11.Aug.2008 - 21:43] خبری رسنئ ، وی او ای11.08.2008: د باجوړ ايجنسۍ په تورغنډۍ اؤ سکندرو سيمو کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنګياليو ترمينځ سختې نښتې شوي دي چې له امله يې لږ تر لږه ٢� تندرويان وژل شوي اؤ ګڼ شمير ژوبل دي. دسرچينو له مخې دباجوړ ايجنسۍ دخار تحصيل په تورغنډۍ اؤ سکندرو سيمو کې جنګياليو دباجوړ دسکاؤټس پر قلعه په توغنديو اؤ درنو وسلو سره بريد وکړو. عيني شاهدان وايي په ځوابي ډزو کې دوژل شوؤ تندرويانو مړي په پټو کې پراتۀ دي. سرچينې وايي چارمنګ تحصيل کې جنګياليو دجاسوسۍ په تور ٣ تنه وژلي دي. ددغه کسانو دمړو سره يو ليک هم ترلاسه شوى چې پکې هغوي په جاسوسۍ تورن کړل شوي دي. په باجوړ کې دتيرې اوونۍ راهسې د ځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ په پيل شوؤ نښتو کې خواؤشا ٢� � کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله په سوونو کورنيو دباجوړ څخه خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده اؤ اوس هم د سيمې څخه نور خلک خوندي سيمو ته دتګ په هڅه کې دي. بل لوري ته په کرمه ايجنسۍ کې دقبائيلو ترمينځه په روانو نښتو کې نور ٤ کسان وژل شوي اؤ ٨ ژوبل دي. دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې په روانو دغه نښتو کې ٣٤ کسان وژل شوي اؤ ٦٤ ژوبل شوي دي. سرچينې وايي دکوزې کرمې په بليامين ،کچ اؤ منډا سيمو کې دقبائيلو ترمينځ سختې ډزې شوي دي. قبائيل ديو بل په ضد درنې اؤ خودکاره وسلې کاروي. په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله دپيښور اؤ پاړه چنار ترمينځ لويه لاره دتيرو ١� ؤ مياشتو راهسې تړل شوې ده چې له دې امله د سيمې خلک د سختې پريشانۍ سره مخ دي. دپښتونخوا صوبـی په سرښار پيښور کې دګل په ورځ11.08.2008 سحر مهال يو ځانمرګى بريد ترسره شوى دى، چې پکې یو تن وژل شوى اؤ بل ژوبل دى. دغه چاؤدنه دپيښور په ګل بهار سيمه کې دناصر الدين روغتون مخې ته شوې ده. دپوليسو دوینا له مخې چاؤدنه کې وژل شوى تن ځانمرګى اؤ ژوبل دهغه ملګرى کيدى شي. دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې واوريدل شو اؤ له امله يې نوموړي روغتون ته زيان ورسيدو. پوليسو ويلي دي دپيښې پلټنې روانې دي. بل لوري ته دمردان سيمې په محب روډ نن نامعلومو وسله والو د سي ډي ګانو يو دوکان په چاؤديدونکيو موادو سره الوځولى دى ، په دغه پيښه کې نورو دوکانونو ته هم زيان رسيدلى دى. پوليس وايي دمردان په چاؤدنه کې څه قسمه مرګ ژوبله نۀ ده شوې بل خوا د شمالي فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي د ميمنې په ښار کې د موټر سايکليټ په کنجوغه ځاى پرځاى شوي چاودېدونکي توکي چاودلي، چې له امله يې ١٣ کسان تپيان کړي دي . د دغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالخليل اندرابي وايي په چادونه کې د ولايت بيارغاونې ډلې دوه نارويجي سرتېري هم شامل دي او نور يې ولسي وگړي دي . د ښاغلي اندرابي په وينا د ټپيانو په ډله کې شپږ ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي، چې د روغتيايي چارواکو په وينا د د وو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى . امنيه قومندان وايي د چاودنې په تور يې تر اوسه څلور کسان نيولي دي، خود چاودنې پړه لا تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخيستي .- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته