(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ کې١� � تندلاري او نهه پوځیان وژل شوي دي

[10.Aug.2008 - 22:12] ۱۰/۸/۲۰۰۸دخبری رسنیو د خبرونو له مخی: دجمعی ورځی د اګست د میاشتی د اتمی نیټی راهیسی دپاکستانی جنګي جیټ الوتکو او هلکوپترو د پښتونخوا د باحوړ ایجنسۍ دمرکز،خار شاوو شاوخوا سیمې بمباري کړي ترڅو د خار له څنډو طالبان په شا کړي او ددې ښار محاصره ختمه کړي. د پاکستان دپوځ یو شمیر چارواکي دا نه مني چې د باجوړ مرکز، خار طالبانو محاصره کړی دی خو دا رپوټونه تاییدوي چې،وسله والو طالبانو، د خار دباندې سیمې، حاجي بوانګ، ملاکلی، جار، صدیق اباد او یو شمیر نورې سیمې نیولي دي. د باجوړ سیمه ییز چارواکي څرګندوي چې طالبان د خار په څو سوه متره فاصله کې سنګرونه جوړوي . له باجوړه ګڼ ملکیان د پیښور او دیر خواته په کډه دي څو له جګړې ځانونه خوندي کړي. طالبانو له تیرې چهارشنبه راهیسې تقریبا هره ورځ په باجوړ کې د پاکستان دپوځیانو د وژلو او د یو شمیر دنیولو ادعا کړې ده او نن یکشنبه یې هم وویل چې د خار شاوخوا په کورونو کې پنځلس پټ شوي پوځیان یې وژلي دي او پنځه یې ژوندي نیولي دي. دپاکستان پوځي سرچینې وایی په نښتو کې له چهارشنبی ورځی راهیسې یی ١� � تندلاري وژلې دي.او نهه حکومتی ځواکونه هم وژل شوي دي. د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه وایي چې نن په څلورمه ورځ هم حکومتي ځواکونه په باجوړ کې د تندلارو پرضد جگړه کې بوخت دي. حکومتی ځواکونو سره په دغه جگړه کې جنگي هیلي کاپټرې هم برخه اخلي باجوړ د طالبانو او القاعدې لپاره په لرلو مشهور دی چارواکي شک کوي چې جنگیالي ددغه ځایې په گاونډي افغانستان بریدونه کوي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته