(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اته تنه بنديان نن د څرخي پله له جيل څخه ازاد شول

[10.Aug.2008 - 21:04] دباختر اژانس دخبر له مخي دغه بنديان څه موده مخکي دبګرام له جيل څخه د څرخي پله جيل ته ليږدول شوي و دغه کسان دائتلاف دپوځونو له خوا د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه د عملياتو په بهير کي نيول شوي و او د افغانستان د اسلامي جمهوريت دښه نيت او دسولي د ټينګښت د کميسيون دهلو ځلو په نتيجه کي له بند څخه ازاد شول په هغي غونډه کي چي له همدي امله ددغه کميسيون په دفتر کي جوړه شوي وه د سولي د ټينګښت دکميسيون مرستيال نجيب الله مجددي د افغانستان داسلامي جمهوريت دښه نيت او ددغه کميسيون دهلوځلو په باب خبري وکړي وي ويل د نورو بنديانو د خلاصون په خاطر هم هلي ځلي دوام لري دغه راز له خوشي شويو کسانو څخه يي وغوښتل چي دخپلو خلکو او دولت تر څنګ د سولي او ثبات او د هيواد دپرمختګ لپاره کار وکړي دسولي د ټينګښت دکميسيون داداري رئيس پوهنوال حاجي اکرام د څرګندونو له مخي تراوسه پوري اووه سوه يو پنځوس تنه بنديان له جيل څخه ازاد شوي دي او اوس ٣٥ تنه بنديان د ګوانتانامو په جيل کي او ٧١٣ تنه دبګرام په جيل کي او ١٥� تنه د څرخي پله په جيل کي شپي سبا کوي چي ددوي دخلاصون په خاطر هم هلي ځلي دوام لري . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته