(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جنوبی پښتونخوا کی دپښتو ادبی قندیل ټو لنی له لوری مشاعره وشوه

[03.Aug.2008 - 07:32] تېره ورځ په جنوبی پښتونخوا هندو باغ ښارګوټي کې دپښتو ادبي قندیل ټو لنې له لوري یوه په زړه پورې مشاعره وشوه. ددې مشاعری پیل ديادې شوې ټولنې د يو تن غړي محمدعلي عمري له خوا دقرآن کریم په سپیڅلو آیتونو سره وشو او وروسته مشاعرې ته دجنوبي پښتونخوا له بېلا بېلو ځا یو نو ځخه راغلو شاعرانو خپل خپل شعرونه واورول او دمشاعرې په پای کی دمشاعرې دروند میلمه ښاغلي استاد علي خان صاحب دپښتو ادب په اړوند خپله وینا وا وروله ، دپښتو ادبي قندیل ادبي هڅې یې وستا یلې او راغلي شاعران یې دې ته تشویق کړو چې دپښتو ژبي دخدمت دپاره نه ستېړ کیدونکې هلې ځلې وکړي. دغه مشاعره دماښام له لمانځه وروسته پیل او دشپی تر دوو بجو یې دوام در لود . مشاعره دپښتو ادبې قندیل دملګري مولوي همایون خان کاکړ له خوا د دعا په کولو سره پای ته ورسیده - محمد علي عمري
بېرته شاته