(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کې په کورونو دمرميو لگېدو له لامله ١٣ ولسي وگړي شهيدان شوي

[31.Jul.2008 - 12:49] SCPRD خبر:د سوات په کبل سيمه کښې دعملياتو پر مهال په ولسي کورونو دمرميو لگېدو له لامله ١٣ ولسي وگړي شهيدان شوي . د خبر له مخې دا مرمۍ د سوات د کبل د شاه ډېرۍ په سيمه کښې پرېوتي ، چې له لامله يې د يوې کورنۍ شپږ وگړي شهيدان شوي ،چې ښځې او ماشومان هم په کښې شامل دي ، په دېوالي سيمه کښې د جومات دامام په کور مرمۍ وتوغول شوې ، چې په ترڅ کښې يې امام ، مېرمن او پنځه ماشومان شهيدا ن شول . نامعلومو وسله والو په کيشوره سيمه کښې دوه ښوونځي او په خوزه خېله کښې يو ښوونځى سوزولي دي . امنيتي ځواکونه دطالبانو خلاف عملياتو ته دوام ورکړى ، چې په ننيو عملياتو کښې له لسو زيات طالبان وژل شوي او گڼ شمېر ټپيان شوي دي . د يادونې وړ ده ،چې صوبايي حکومت د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله د وژنې يا نيونې په سر پنځوس لکه روپۍ او د هغه دمشاور او وياند حاجي مسلم خان پر سر څلوېښت لکه کلدارې انعام ايښى دى . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته