(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ناروې کې د استاد خادم بابا په ياد غونډه جوړیږی

[28.Jul.2008 - 17:32] په ناروې کې يو شمېر مېشتو پښتنو ليکوالانو ،ادیبانواوشاعرانو د تېرې مياشتې د ادبي ناسې د پرېکړې له مخې خپله نوبتي ادبي ناسته د قران کریم د څو مبارکو ایاتونوپه تلاوت او د وتلي او منلي استاد محمد اصف صمیم سره دخواخوږۍ او دعا وروسته د خوږ ژبي شاعر ډاکتر مصطفی امن پر يوڅو شعرونو د کره کتنې تر سرليک لاندې پيل کړه� چې په لړ کې يې يو شمېر يادو او تکړه پښتنو اديبانو،ژورنالستانو او د نظر خاوندانو ،په خپل خپل وار د خپل نظر لورونې د ښاغلي امن پر پېيلو ويناوو ورولورولې� تر کره کتنې او اوږدو، خو خوږو ادبي بحثونو وروسته د ناستې دويمه برخه يعنې مشاعره پيل شوه چې په ترڅ کې يې کمکي سباوون جان بزګر،استاد ظاهر سدوخيل،نعيم وياړ،رياض نانيخيل،استاد قريب الرحمن سعيد، اجمل اټک يوسفزی،مصطفی امن، محمد یوسف خدمتګار مزدور زوی،انجنير شکران الدين يوسفزي، محمد طارق بزګر، نجيب رسولي،ډګروال سيدا جان پکتيان او يو شمېرنو رو خپل او ځينو د نورو ښاغليو شاعرانو شعرونه واورول � د ادبي ناستې په دريمه برخه کې د ناستې ګډوونوالو پرېکړه وکړه چې د ۲۰۰۸ ع کال د اګسټ د مياشتې پر دېرشمه نېټه به د ښاغلي رياض نانيخيل په دېره کې د لوی او منلي استاد ارواښاد مولانا قيام الدين خادم بابا ٢٨ تلين د يوې درنې او لوې ناستې په ترڅ کې ونمانځي � د ادبي ناستې غړيو ژمنه وکړه ،چې له يو شمېر نورو هغو خورو وروادیبانو نه به هم غوښتنه وکړې چې د خادم بابا په ياد تر خپلې وسې علمي او پوهنيز سيمينارونه او غونډې جوړې کړي� دغه ادبي ناسته چې د اوسلو پلازمېنې ته څېرمه د سترومين په ښار کې د ښاغلي فرهنګپال نعيم خان وياړ په دېره کې جوړه شوې وه ،سترګور ليکوال او سياسي شنونکی استاد قريب الرحمن سعيد يې مشر او ليکوال او شاعر ښاغلي پکتيان يې ځانګړې ميلمه ول� د يادولو وړ ده چې نوموړې ادبي ناسته د مازديګر پر اوو بجو پيل او دشپې پر يوولسو پای ته ورسېده Ustad Qiamudin khadim Yad Ghonda- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته