(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډله ډله سندرغاړي له وېرې افغانستان ته را اوړي

[26.Jul.2008 - 12:57] پيښور ، د پژواک خبری اژانس او نورو خبری رسنیو د خبرونو له مخی ډله _ ډله پښتانه سندر غاړي او هنرمندان د پاکستان د طالبانو د ګواښونو له وېرې له کرښې دېخوا را اوړي . دغه ډلې وايي چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې د پېښور په باړه کې د ځايي طالب مشر ( منګل باغ ) لخوا ورته په بېلابېلو بڼو ګواښونه کېدل . د هغوى په وينا، په دغه لړۍ کې د ياد شوي طالب قوماندان لخوا څلور تنه پښتانه سندرغاړي تښتول شوي هم و، چې له نغدي جرمانې او توبې ويستو وروسته، بېرته پرېښودل شول . د افغانستان د موسيقۍ او هنرمندانو د ټولنې وياند معلم ايوب فضلي د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ترواسه ، بريالى صمدي، استاد غياث، زريالى، شاه جهان ،ميناګل ، زرڅانګه او يو شمېر نور سندرغاړي له خپلو هنري ډلو سره هېواد ته راستانه شوي دي . هغه زياته کړه، چې د سندر غاړو پر وړاندې دغه تاوتريخوالى د پېښور له باړې څخه پيل او لمن يې د دغه ښار مرکزي سيمو ته وغځېده . فضلي داهم وويل چې، ياد شوي هنرمندان اوس په افغانستان کې سرګردانه ګرځي او د هغوى له راتګ سره سم، په افغانستان کې د مېشتو سندرغاړو کارونه هم لږ شوي دي. د افغانستان د ولسي سندرغاړي مرحوم بادام منور ځوى استاد رضوان منور، وويل چې ، دوى له ډېرې مودې راهيسې د خپلو پروګرامونو لپاره د پېښور ښار له مرکزي سيمو څخه پرته، بل ځاى ته نشول تلاى . استاد رضوان زياته کړه: (( په دې وروستيو کې په پېښور کې هم موسيقۍ سر وخوړ، هرڅه بند شول او هنرمندان له بدبختۍ سره مخ شول . )) هغه وويل چې که افغانستان، پاکستان او يا طالبان په خپلو کې څه ستونزه لري نو پر بې ګناه هنرمندانو ولې زور زياتى کوي ؟ له پېښور څخه د کډوالو شويو سندرغاړو څخه يو مشهور سندرغاړى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي چې له ١٥کلونو راهيسې په پاکستان کې اوسېږم چی درې مياشتې مخکې د منګل باغ په نوم د يوې ځايي طالب ډلې کسانولخوا لومړى دوى ته د پېښور په تهکال، قصه خوانۍ او سکيم چوک کې د لوحو د ښکته کولو امر وشو . هغه زياته کړه: (( څو ورځې وروسته بيا راغلل او زموږ دوه تنه يې له ځانه سره وېوړل، هغوى يې وډبول، توبې يې پرې وويستې او بيا يې ترې ٣� -٣� زره کلدارې واخيستې او خوشې يې کړل. )) د سرچينې په حواله، له هغې وروسته ځايي طالبانو د شپې پاڼو او ټېلېفونونو له لارې هنرمندانو ته ګواښونه کول چې که بيا يې سندرې ويلې وې او يايې موسيقي غږولې وه، وبه وژل شي . دغه سندرغاړي زياته کړه: ((په پېښور کې د ناامنيو له زياتېدو وروسته موږ پټ ګرځېدو او مجبور شو چې افغانستان ته راشو . )) هغه داهم وويل چې دامهال په پېښور کې د افغان سندرغاړو يواځې دوه ډلې پاتې دي او شاوخوا ١٨� تنه سندرغاړي او د موسيقۍ غږوونکي، افغانستان ته راکډه شوي دي . د افغانستان د موسيقۍ د هنرمندانو د ټولنې د چارواکيو په وينا، دغه هنرمندان چې ډېرى يې اوس په کابل ، ننګرهار او يوشمېر نورو ولايتونو کې مېشت شوي ، دلته هم له طالبانو په وېره کې دي خو سندرغاړي بريالي صمدي په يوه لنډه ټېلېفوني مرکه کې پژواک ته وويل، چې هغه په پېښور کې هېڅ ستونزه نه لري او کولاى شي هر ځاى ته د پروګرام لپاره لاړ شي . خو هغه په دې اړه، چې نور هنرمندان په دغه ښار کې له ګواښونو سره مخ شوي، ناخبري وښوده . د افغانستان د موسيقۍ د هنرمندانو د ټولنې وياند معلم فضلي بيا اوس مهال په افغانستان کې ددغو هنرمندانو ستونزې هم په ګوته کوي . د نوموړي په وينا، تراوسه چا ددغې ټولنې او نويو راغليو هنرمندانو تشه پوښتنه هم نده کړې . هغه وويل :(( دا کسان دلته نه سرپناه لري، نه څوک کور په کرايه ورکوي او نه ورته کار پيدا کېږي .)) د اطلاعاتو او کولتور وزارت وياند حميدناصري وردګ که څه هم د يادو شويو سندرغاړو ستونزې ومنلې او زياته يې کړه چې هغوى په پېښور کې له ګڼو لارو ګواښل شوي او ځورول شوي دي . هغه داهم وويل چې ددغو کسانو يوشمېر يې د اطلاعاتو او کولتور له وزير عبدالکريم خُرم سره هم په بېلابېلو کتنو کې خپلې ستونزې شريکې کړې دي . ناصري وردګ وويل: (( وزارت تر خپله وسه کوښښ کوي چې له دغو نويو راغليو هنرمندانو سره همکاري وکړي . )) ۲۶/۷/۲۰۰۸- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته