(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات کښې طالبانو دامن لوظنامې په هکله غونډه

[26.Jul.2008 - 11:40] سوات : د سوات طالبانو د جمعی په ورځ د ۲۰۰۸ ع کال جولای په ۲۵ نیټه په سوات کې د حکومت سره دامن لوظنامې په اړه د سوات د کبل په ديوالي جومات کې په يوه غونډه کی ، چې په کې د سوات د طالبانو وياند حاجي مسلم خان او د څارنې کمېټې غړي علي بخت او مسود خان خبرې وکړې وېې ويل : چې د پښتونخواحکومت او طالبانو ترمنځ لوظنامه شوې ، چې په کې يوه دا خبره ياده شوې ، چې په درې مياشتو کې به دننه اسلامي شريعت نافذ شي ، خو د دوو مياشتو په تېرېدو سره سره څه ځانګړى پرمختګ نه دى شوى او نه بنديان خوشې شوي او د سوات دعملياتو له لامله اغېزمنو خلکو سره پنځه فيصده مرسته شوې ده او له سوات څخه د پوځ وېستلو پر ځاى د پوځ نورې ډلې راغلې .- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته