(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکتر راج ولی شاه خټک له خوا د خواشينۍ پيغام

[25.Jul.2008 - 21:26] په ډېرې خواشينئ سره مو له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړ چې څو ورځی وړاندی دپښتو ژبـی د نومانده اديب، ليکوال اوتکړه کره کتونکي استاد محمداصف صميم پلار استاد صميم الله له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې. انالله وانااليه راجعون . د ارواښاد صميم الله خان په مړينه ډیرخواشيني شوم، له درانه استاد محمداصف صميم او له درنې کورنۍ سره یی ځان پدې غم کې شریک بولم . ارواښاد ته دلوى الله ج له لوى دربارڅخه د فردوس جنت غوښتنه کوم او کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړم . ډاکتر راج ولی شاه خټک فیلاډیلفیا- امریکا Dr. Raj Wali Shah Khatak Philadelphia, PA 19132 - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته