(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند او PKTله خوا په کولن کی علمی سمینار جوړ شو

[21.Jul.2008 - 21:29]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Partyاو د پښتنو کولتوری ټولنی (PKT)،له خواد 2008 ع کال دجولای دمیاشتی په نولسمه نېټه د خالی (شنبی) په ورځ د جرمنی د کلن په ښار کې د « افغانستان او سنی او راتلونکی سیاسی حالات»،« لر او بر پښتانه او یوویشتمه پیړئ» تر سرلیکونو لاندی یو علمی سمینار جوړ شو. په سمینار کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP )د مشر انود جرګی د ځنی غړو سربیره د هيواد یو شمیر سیاسی کارپوهانو او ټولنیزو ، سړیتوبونو (شخصیتونو) ګډون کړی ؤ. سمینار د مازیګر په څلور نیمو بجو د PSDP د کورنیو چارو مشرښاغلی مبارز څاپی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، اود PSDP د مشر انود جرګی غړی ښاغلی نصیر خان پلار روح ته چی څو ورځی وړاندی وفات شوی ؤ دعا وشوه. ورپسی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP دوهم مرستیال او د پښتنو کولتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد شیرین ګردیوال لخوا راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو او خپله مقاله یی د «د افغانستان روانو حالاتو ته یو ځغلنده نظر» تر سر لیک لاندی ولوستله، بیا دPSDP لومړی مرستیال او دګوند سرپرست تاریخپوه علی خان محسود «منظم اقلیت څرنګه په غیرمنظم اکثریت واکمنی کوی» تر سرلیک لاندی خپله مقاله ولوستله ورپسی د«ننی افغانستان په نړیوالو لوبو کی »تر سلیک لاندی د ښاغلی محمد عثمان عمر مقاله، ښاغلی نصیر ستوری ولوستله ښاغلی مبارز څاپـی، دښاغلی عبدالمحمد درمنګر مقاله د«بری خوا پښتانه او د حالاتو کږی سترګی!» اوخپله مقاله د« باچا خان او عدم تشدد» تر سرلیکونو لاندی ولوستلی. لدی وروسته د PSDP دمالی او پوځی چارو مشر ښاغلی ډګروال حضرت رسول خپله لنډه وینا واوروله اوښاغلی انجنیر فریدالله ساپـی د برلین د ملګرو رالیږل شوی پیغام ولوست، همدا شان د لندن ، هیډرزفیلډ او مانچستر څخه دملګرو رالیږل شوی پیغامونه هم ولوستل شول. د سمینار په دوهمه برخه کی د ښاغلی ګردیوال له خوا دا لاندی وړاندیزونه او پوښتنی دنظر او څیړلو په خاطر ګډونوالو ته وړاندی شول ۱. لدی لپاره چی د افغانستان مسًلی راکابو کړی شو څه پکار دی ،او کوم لومړی قدمونه اوچتول اړین بریښی چی په ریښتینی توګه د مسًلو حل رامنځ ته شی، څنګه او له کومه ځایه لومړی پیل وشی؟. دلته ستاسو د ناستو پښتنو نظرونه او وړاندیزونه څه دی؟. ۲. ایا د پښتون د ستر هویت او قامی وحدت غوښتنه او هیله د پښتنو اصلی غوښتنه او موخه ده او که نــه؟. ۳.د پښتنو کومی مسًلی دملی ګټو او قامی وحدت د خوندی کیدو په لحاظ د لومړیتوب حق لری؟. ۴.که هر پښتون خپل ځان د خپلو ملی ګټو او د ولس د ساتنی او پالنی لپاره په تله کی واچوی او ځان زمه وار وګڼی او وغواړی چی په ملی کچه د خدمت مصدر وګرځی، نو ددغه کار دپیل لومړی قدمونه به څه وی؟. پدی برخه کی انجنیر فریدالله ساپـی، انجنیر سید رحمان رحمانی، انجنیر مطیع الله روفی، ډګروال حضرت رسول،ښاغلی لالا اقبال، انجنیر شازلمی او انجنیر حبیب ا لرسول دخپلو خپلو نظرنو څرګندونې وکړی، دلر او بر پښتنو او افغانستان او سنی او راتلونکی سیاسی حالاتویی هر اړخیزه رڼا واچوله او ،پښتانه /افغانان يي قامی یووالی ته راوبللل . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی لالااقبال ،او ډګروال احمد جان دګوندی چارو د لا ښه سمبالښت په موخه خپل نظرونه وړاندی کړل او د غټو غونډو په جوړیدو يی ټینګار وکړ. دسمینار په پای کی د ګوند مشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر وینا وکړه اودداسی سمینارونو په ضرورت او جوړیدو یی زور واچاوه. همداشان ښاغلی محمد شیرین ګردیوال وویل چی په راتلونکی 2009 ع کال د جنوری په میاشت کی به ددی سمینار په دوام یو بل سمینارهم جوړ کړو.سمینار د شپی په نهه بجو پای ته ورسید.

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته