(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حکومت بايد پنځو ورځو کې استعفا ورکړي

[17.Jul.2008 - 21:24] :17.07.2008د ټول افغان د خبر له مخی د پاکستان دطالبانو وياند مولوي عمر دپاکستان شخصي ټيلویزیون «جيو ټی وی» ته ويلي دي،چې دپښتونخوا حکومت بايد په پنځوورځو کې استعفا ورکړي او کنه نو ددوى لخوا به تر سخت بريد لاندې راشي ، مولوي عمر ويلي دي ، چې دا فيصله يې وروسته له هغې وکړه ، چې د پښتونخوا حکومت دطالبانو سره په کړې لوظنامو وفادار پاتې نه شو ، نو ځکه يې فيصله وکړه ،چې حکومت بايد استعفا ورکړي او د هر ډول تاوان پړه به د پښتونخوا حکومت پرغاړه وي اوپه طالبانو به د هېڅ ډول پېښې ذمه وار نه وي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته