(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پوهني وزير ښاغلی حنيف اتمر سره مرکه

[08.Jul.2008 - 09:50] دا چې د افغانستان په ښوونځیو کې د پښتنو ماشومانو لپاره په مورنۍژبه د لوست زمینه په تېرو ټولو واکمنیو کې نه وه مساعده شوې ولې په اوسنۍ واکمنۍ کې په پښتنو کې د ویښتابه د ویښېدو ترڅنګ پښتانه ماشومان د ټولوقانوني او اصولي لارو په لرلو سره په خپله مورنۍ ژبه زده کړی غواړي، هر څوک په مورنۍ ژبه د زده کړو حق لري ،د افغانستان د پلازمېني ( کابل ) تر څنګ په نورو زياتو لويو او وړو ښارونو کي په تېرو څو کلونو کي په پرله پسې ډول له دولت څخه په مورنۍ ژبه د زده کړو د اسانتياو برابرولو غوښتني وشوې ، دولت هم د انساني حقوقو او اصولو په پام کي نيولو سره د ولس دې غوښتني ته لبيک ووايه او په افغانستان کي يې د نورو لږکيو د ژبو تر څنګ د غوڅ اکثريت پښتون قام بچيو ته هم په پښتو ژبه د ډيرو نوو ښوونځيو د جوړولو او زده کړو په برخه کي د اسانتياو برابرولو ژمني وکړې . دا چي د افغانستان دولت ، په ځانګړي ډول د پوهني وزارت په دې اړه تر اوسه څه کړي دي او په مورنۍ ژبه د زده کړی هڅې تر کوم ځایه رسیدلي د لر او بر ویبپاڼې اداری د افغانستان د هڅاند وزیر ښاغلي حنیف اتمر سره مرکه کړي چی تاسی درانه لوستونکی یی دلته اوریدلی شي. .

www.larawbar.com

اوريدلو لپاره يې داځای کليک کړئ

که په اوريدلو کي ستونزه لرئ ، لر او بر ویبپاڼه خبر کړئ larawbar,[email protected] مرکه کوونکی : رحيم ګل څاروان - دپښتونخواخبریال
بېرته شاته