(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړکې د دارالمعلمين دليليې ...

[02.Jul.2008 - 16:54]

په کونړکې د دارالمعلمين دليليې دبنسټ ډبره کېښودل شوه

چغسرای: د کونړ ولايت دارالمعلمين چی پخوایی ليليه نه درلوده ، د ليليې د ودانۍ د جوړلو د بنسټ ډبره د چنګاښ په ١٦مه Juli 6, 2008 د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې د وزير جنرال خدايداد او دکونړ د والي سيدفضل الله وحيدي لخوا کېښودل شوه . د کونړ د پوهنې ريس استاد اسدالله« رويا» دمالوماتو له مخی دا ودانۍ په درې پوړونو کې د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې وزارت په مالي مرسته، د ٤٢� زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي چی دغه ليليه به خوړنځاى او نورې د اړتيا وړ ٦� خونې ولري ، چې په يوه وخت کې به په کې د ٣� � تنو پوهیدونکو«محصلينو»د ځائېدو وړتيا ولري او کار به يې په لسو مياشتو کې بشپړ شي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته