(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اياز داودزي هم وفات شو

[28.Jun.2008 - 11:17] پېښور : دکوزې پښتونخوا نامتو شاعر، ليکوال او د ګڼ شمېر کتابونو مصنف اياز داودزى په ۲۷ جون ۲۰۰۸ نیټه د جمعې په ماښام د۸۶ کالو په عمر لدې فانی نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړي . انا لله وانا الیه راجعون د ارواښاد جناره نن په ۲۸جون ۲۰۰۸ نیټه د پېښور د چغرمټۍ داودزيو سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه. د ارواښاد داودزى ډېرې په زړه پوری ليکنې د مردان څخه د پښتو په مشهوره مجله «قند» کې هم خپرې شوې دي او د پښتو ژبې د يو کره کتونکي په توګه پېژندل شوى و. د هغه د مقالو، ليکنو او تبصرو ټولګه وروسته د «ادبي هڅې» په نامه خپره شوه. ارواښاد اياز داودزى د ١٩٢٢ کال د جون د مياشتې په ٢٢ مه نېټه په زېږېدلى ؤاو د ژوند زياته برخه یی د پښتو ژبـی د خدمت لپاره وقف کړى وه. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ،د ارواښاد داودزى مړينه پښتون قام او پښتنو قلموالو ته غټ تاوان بولی ،له کورنۍ ، دوستانو او ادبـی ملګرو سره یی په دغه غم کې ځان شريک ګڼي ، روح دې ښاد وي. په درناوي د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته