(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړ کی دوه تنه مړه او دولس ټپیان شول

[27.Jun.2008 - 22:10] د کونړ ولايت په مرکز اسد اباد او اسمار ولسوالۍ کې پر له پسې وار شوو توغنديو لږ تر لږه دولس ولسې کسان ټپيان کړي او دوه تنه نور چې يوه يې اوه کلنه نجلۍ ده وژلي . ډاکتران دنورو پنځو تنو پر ژوندي پاتې کيدو ډاډه نه دي ،دټپيانو ډېره برخه کوچنيان دي، لسګونه کسانو داسد اباد روغتون دباندې دخپلو ټپي کوچنيانو برخليک ته شيبې شميرلې ،له دوي يوه کس بې بې سي ته وويل: ((ځوی مې لګيدلی ،چا غيږ کې راکه ،توغندی داسې مخامخ راغی دهمدغه يو ځای نه راځي بل ځاې خو نشته ،نه پرې ورغله او ښه يې په قهر کړه، هسې اخطارونه ورکوى .)) ددې سړي اشاره دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ وينا ته وه چې پاکستان يې په افغانستان کې پر بريدونو تورن کړ او گواښ يې وکړ چې دپاکستاني طالبانو مشران به دننه په پاکستان کې له منځه يوسي. دکونړ والي فضل الله وحيدي دتوغندو دراوارولو سيمه دپولې بله غاړه وښوده په يوه خبرې ناسته کې ده دپيښې نور جزيات هم ورکړل: ((دا مرمۍ دخط داخوا نه راغلي دوه يې اسد اباد ته بيخي نژدې لګيدلي پنځه تنه يې ټپيان کړي اويوه ماشومه وژل شوې شاوخوا لس مرمۍ په اسمار راغلي چې اوه تنه يې ټپيان کړي.)) که څه هم تر اوسه ددواړو پيښو مسوليت چا نه دی اخيستى خو توغندي ظا هرِا دبهرنيو ځواکونوپوځي اډو ته څيرمه دخلکو په کورونو لګيدلي دي . ولسي خلکو په بيا بيا له بهرنيو ځواکونو غوښتي چې له گڼ ميشتو سيمو دې ليرې واړوي . هلته دوردګو ولايت په سيد اباد کې بيا نړيوالو ځواکونو ديو ژباړونکي په ګډون دخپلو څلورو تنو دوژنې خبر ورکړې. پيښه دپنجشنبې په ورځ شوې چې نړيوال ځواکونه يې دلارې دغاړې چاودنه بولي . که څه هم نړيوال ځواکونه تر اوسه دخپلو وژل شوو سرتيرو دهيواد نوم نه دی ښولی خو وسلوالو طالبانو پرون ويلي وو چې دسيد اباد په تنګي کې يې نړيوالو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې . ان طالب وياند زبيح الله مجاهد دا ادعا هم کوي چې ديو ژباړن او بل بهرني سرتيري مړى ددوى ګوتو ته ورغلى خو داهغه څه دي چې نړيوالو ځوکونو ىې په اړه تر اوسه يادونه نه ده کړې . د نړيوالې ټلوالې ځواکونه همداراز وايي چې ددوى يو سرتيرى د فراه ولايت د گلستان په ولسوالۍ کې د گزمې پر مهال وژل شوى خو ددغې پيښې په اړه يې ډير جزيات نه دي ورکړي . بل پلو له نارامه کندهار او زابل ولايتونو څخه هم دنښتو رپوټونه ورکړل شوي . وسلوال طالبان وايې دژيړۍ په ولسوالۍ کې يې پر افغان او نړيوالو ځواکونو برېدونه کړي او مرګ ژوبله يې وراړولې . نړيوال ځواکونه تر اوسه په دې اړه نه دي غږيدلي خو سېمه ييز خلک وايې دصالحانو په سيمه کې ېې دډزو او يوې چاودنې غږ اوريدلی. ورته پيښه دکابل کندهار په لويه لار شوې خو افغان چاواکې او بهرني ځواکونه يې په اړه هيچ هم نه وايي. بی بی سی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته