(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سلطان محمد "صابر" دمړینی له امله دخواشینۍ پیغام

[27.Jun.2008 - 16:15] په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د "هیواد" ورځپاڼی بنسټ ایښودونکی،د پښتو ژبې مشهور ليکوال، شاعر او ژورنالیست سلطان محمد "صابر" په (2008-06-26) نیټه د څلور اتيا کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په (2008-06-27) نیټه د کويټې د ښار د پير محمد روډ سره نژدې مقبره کې خاورو ته وسپارل شو. سلطان محمد صابر په ١٩٢٥ کې د کويټې په ښار کې زېږېدلى و او د "هيواد" په نامه د پښتو ورځپاڼې د پېل کولو تر څنګ يې د کويټې د پښتو اکاډمي بنسټ هم ايښى و او په ډېرو مهمو ادارو کې يې کار کړى و. د هغه په لاسو پېل شوې ورځپاڼه "هېواد" اوس هم له پېښوره چاپېږي او ځينې نورې ورځپاڼې او مجلې چې هغه يې بنسټ ايښودى دى هم دا مهال هم خپرېږي. ارواښاد سلطان محمد "صابر" د پښتو ژبی او کولتور د بډاینی لپاره نه ستړې کېدونکې هر اړخیزی هلې ځلې کړی چی پښتون قام به دده خدمتونه ، چی قام او ولس ته یی کړی تل یاد ساتی. د ارواښاد "صابر" څخه مونږ ته د هیواد ورځپاڼی تر څنګ نور ډیر ارزښتناک اثار او لیکنی هم راپاتی دی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ، دخپل دغه منلی ليکوال شاعر او ژورنالیست مړينه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی له کورنۍ ، دوستانو او ادبـی ملګرو سره یی په دغه غم کې ځان شريک ګڼي ،جنت فردوس دی په نصیب شی، په درناوي حاجی نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته