(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سنګين ولی خان د مړينې له امله د PSDP د خواشينۍ پيغام

[26.Jun.2008 - 13:51] په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی دعوامی نیشنل ګوند (ANP) دچارسدی د څانګی پخوانی مشر ،دمرکزی جرګی غړی او د پښتنو د ستر مشر باچاخان بابا نمسی ، سنګين ولی خان د خپلی ورپیښی شوی ناروغئ له امله په 25Jun2008 نیټه له دی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد سنګين ولی خان د خپلی کورنئ د نورو غړو سره یوځای اوږه په اوږه د پښتنو لپاره نه ستړې کېدونکې خدمتونه کړی چی ټول عمر به يادساتلی شى. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party PSDP ، دده مړينه پښتون قام ته لوي تاوان بولی او له میرمن نسیم ولی خان ،اسفندیارولی خان ، خپلوانو،دوستانو،سیاسی ملګرو،او عوامی نیشنل ګوند (ANP) سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي. روح دی ښاد وی. هدایت الله خان بنګش د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرال سیکرټری - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته