(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالصمد روحاني د مړينې له امله دخواشینئ پيغامونه

[11.Jun.2008 - 18:53]
هغه لاسونه دي مات شي چې زموږ پر بېگناه خلکو دهغوي دمرگ اوزورونې لپاره پورته کيږي

ډيرخواشينوونکی اوزړه بوږنونکی خبر موتر لاسه کړ چې دوې ورځي وړاندي دهلمند ولايت دلښکر گاه په ښارکي دافغانستان د ژورناليزم اوفرهنگی بڼ يوبل دگلاب گل ورژېد! دډيري خواشينۍ ځاي دی چي دعلم اوفرهنگ دښمنانوځوان او پياوړی ژورناليست دښه فکر اوقلم خاوند عبدالصمد روحاني چې يوازي ئي دژونددبڼ ۲۵ گلان غوړېدلې وه دخپلو ناولو اوکرغېړنو موخو لپاره له ژوند څخه محروم ،اوپه شهادت ورساوه .موږ دغه عمل ته دنفرت اوکرکې په سترگه گورو . انا لله وانا الیه راجعون دروزگان مهالنۍ ملي خپروني اداره پداسي حال کي چي دخپلو ټولو قلمی همکارانواومينه والو په استا زيتوب دځوان شهيدعبدالصمد روحاني په غمجنه پېښه کي دهغه دکورنۍ دټولوغړواو دوستانوسره ځانونه شريک بولو،دلوي خداي له دربارنه دهغه سپېڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوواودکورنۍ پاته غړوته ئې دزړه صبر غواړو. پدې هيله چي دبې بې سي راډيونړيواله اداره دخپل نړيوال اعتبار او امکاناتوڅخه په استفادې سره وتوانېداي شي ددې ځوانيمرگ ژورناليست درندۀ او وحشی قاتلان پيداکړي . دهمدې خواشېنوونکي پيښې دغمجن پيغام نه په استفادې سره پر افغان دولت اونړيواله ټولنه ږغ کوو چې زموږ په هيوادکي دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی شخصيتونودژوند ټولو اړخونوته جدي پاملرنه وکړی . هرځاي اوپه هر نامه دهر چا لخوا په هرشکل چي وی دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی شخصيتونو وژنې اوزورونې ته دکرکي اونفرت په سترگه گورواوهغه په کلکه غندو. دروزگان مهالنۍ ملي خپرژونې مسول مدير حبيب الله غمخور ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه

په ډېرخفګان سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د بي بي سي راډيو او پژواک خبري اژانس خبريال، ليکوال او شاعر ښآغلى عبدالصمد روحاني د هېواد دمعنوي او مادي دښمنانو له لاسه په ګوليو، غلبېل، غلبېل شويدى. د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې ټول غړي د نوموړي وژنه په کلکه غندي او د پېښې عاملين دهېواد او هېوادوالو دښمنان بولي. همداشان دارواښآد روحاني کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، اړوندو ادارو او نورو خواخوږيو سره په دغه ستر غم کې ځانونه شريک بولي او نوموړي ته دلوى څښتن (ج)له دربار څخه فردوس جنت او قاتلين يې په دې نړۍ او هغې نړۍ مختوري غواړي. همدغسې د ارواښاد کورنۍ ته د جميل صبر غوښتونکي دي. دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې مشر الحاج غرزى خواخوږى ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دمياشتنۍ آفاق اداره

په ډېره خواشينۍ دتکړه شاعر و ژورنالېست ګران عبدالصمد روحاني له ناڅاپي مرګه خبر شوو. موږ په دغه درانه غم کې دځوانيمرګ له غمجنې کورنۍ سره برابر شريک يو،ځوانیمرګ ته په جنت الفردوس کې لوړ ځای او غمجنې کورنۍ ته يې دزړه صبر غواړو. دغني بادار له درباره قاتلا مخ توري او شرمېدلي غواړو.او په دولت غږ کوو چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او د هغه قاتلان زر تر زره ونيسي. دمياشتنۍ آفاق اداره ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دلمن ادبي،کلتوري مجلې اداره

ځیني وخت انسان نشي کولای دیوچا دژوندانه ټول اړخونه اوکړه وړه په یوځل بیان اوخلکوته ښکاره کړي.عبدالصمدروحاني هم یوله همداسې کسانوڅخه ؤچې سړی نشي کولای په یووار دهغه ټول خویونه اوټولې ځانګړنې وستايي ،په هرحال روحاني یوزړور،باتور،اودټولو انساني اصولوپابند ځوان ؤ،دهغه مړینه دټول پښتون ولس اوبیادرسنیوپه ډګرکې یوه ستر ضایعه.خدای خبرولې داسلام اوبشریت دښمنانوپداسې یوتنکي ځوان خپل زړونه تش کړل چې تراوسه یې هیچاته هم په بدنظرنه وکتلي بلکه تل یې دخپل هېواداوخپلوخلکو دخدمت لپاره مټې رابډ وهلې وې.اوس پکار ده چې افغان دولت اوپه افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه ددغې پېښې به اړه جدي پلټنې وکړي اوتورن کسان دقانون منګلوته وسپاري. دلمن ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه دمرحوم روحاني له کورنۍ اوخپلوانوسره پدغه غم کې ځان شریک بولي اوارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت غوښتنه کوي.الله پاک دې دارواښادکورنۍ له نوروغمونوڅخه وساتي. انالله واناالیه راجعون دلمن ادبي،کلتوي مجلې اداره ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لغمان فرهنګي ټولنه

لغمان فرهنګي ټولنه د پژواک خبري اژانس او بي بي سي راډیو د ژورنالیست ارواښاد عبدالصمد روحاني پر بې رحمانه ترور خپله ژوره خواشیني څرګندوي او درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي. لغمان فرهنګي ټولنه ددغسې ظالمانه وژنو د مخنیوي غوښتنه کوي او دهلمند له والي او نورو دولتي چارواکو په جدي ډول غواړي چې د ارواښاد روحاني قاتلین د افغانستان مسلمان ملت ته په ګوته او جزا ورکړي، که چېرې داسې ونه شي نو په راتلونکي کې به د هرې سیمې او هر ولایت ژورنالیست ځان مصون نه بولي او د ژورنالیستانو د ترور کولو له مافیا څخه به په وېره کې وي. چې په دغسې حالاتو کې به ژورنالېزم زیانمن او د ولس او دولت ترمنځ به لویه فاصله رامنځته شي. د لغمان فرهنګي ټولنه یو ځل بیا پر دې خبره ټینګار کوي، چې د افغانستان دولت دې د ژورنالیستانو امنیت او مصونیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او که نه خدای مه کړه لکه د تېرو کلونو په څېر به یو ځل بیا د بیان ازادي زندۍ شي. په درنښت ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دعبدالغفورلېوال دخواشيني پيـــــــغام!

دارواښاد عبدالصمد روحاني دمړيني له امله دعبدالغفورلېوال دخواشيني پيـــــــغام! په ژوري خواشيني سره خبرشوم چي دهيواد يوتکړه ژورناليست عبدالصمدروحاني دهيواد ددښمنانو له خوا شهید شوې دی . انالله وانااليه راجعون ارواښاد عبدالصمد روحاني يوه زړه سواند اوفعال ژورناليست و،داڅوکاله پرله پسي يي دهلمند په ولايت کي ژورناليستي فعاليتونه درلودل ،او ددغه جنګ ځپلې سیمې په اړه یې بې پرې او رښتیني معلومات خپله افغانانو او نړيوالو ته ورکول ، چې د هېواد دښمنه عناصروته یې زغمل نور د دوی له وسه بهر و نو ځکه یې دحق يو بل غږ دخپ کولو په لړ کې داځل بې ګناه روحاني دخپلې چاړې تیغ ته برابر کړ . د ارواښاد روحاني وينه به اخرهم رنګ راوړي او دغه هېواددښمنه عناصر به مخ توري پاتې شي زه په خپل وار د ارواښاد عبدالصمد روحاني وژنه غندم او دده کورنۍ ، دوستانو ، ته تسلیت وايم . له افغان دولت او د ژورنالیستانو له ټولنو څخه غوښتنه کوم ،چې ددغه پېښې په اړه پلټنه وکړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري . په درنښت عبدالغفور لېوال ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په بلجیم هیوادکی دافغانانوکلتوری بهیر دخواشینۍ پیغام

په ډیری خواشینۍ مو خبرترلاسه کړ چه په وطن مین ځوان اوخواریکښ خبریال عبدالصمد روحانی دافغانیت ، اسلامیت اوانسانیت ددښمنانو لخوا په شهادت ورسید .دده شهادت ټول افغان ولس دغم پر ټغر کښیناوه. قالوانالله واناالیه راجعون پرون د2008 کال دجون دمیاشتی نهمه نیټه په بلجیم هیوادکی افغان ادبی بهیرمشرتابه جرګې ددی هیوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښارکی خپله بیړنۍ غونډه وکړه. دې غونډې ته دبرو پښتنو ځینی کلتوری څېرې اوکلتورپال هم رابلل شوی وه. دغونډې لومړۍ برخه شهیدروحانی ته ځانګړې شوې وه . چه په ترڅ کې یی دخدایبخښلی ناځوانه وژنه وغندل شوه اویادونه وشوه چه دروحانی شهید نشتوالۍ به دهیواددخبریالۍ په برخه کې تلپاتې تشه رامنځته کړی ، ځکه ده داسې سترې ځانګړنې درلودلې چه له نورو یی توپیراوه.دده په ځانګړنوکې یی دخبرلنډوالۍ ، دخبر صحت، دخبرپوره والۍ ، دخبرپرخپل وخت لیږد ،دخبردپوهیدولوړه کچه او ترټولوعلاوه په خبرکې دده بې پرېوالۍ یادولی شو. دده بله ځانګړنه دده زړورتیا وه چه په هرډول ګرانواوسختو امنیتی حالاتوکې به دپیښې په ځای کې حاضراوپه امانتدارۍ سره به یی رپوټونه برابرول. ددې په څنګ کې دښو ټولنیزو اخلاقوخاونداوډیربی آزاره اوبیضرره انسان وو.هغه دده خپله خبرچه مچ به یی لاهم نه وی آزارکړۍ ، خوپه ډیر افسوس چه دانسانیت غلیمانوونه شوزغملای اوپه ډیره ناځوانۍ سره یی په شهادت وروساوه اوټول ولس یی بی روحانی کړ. په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیرټول غړی اومېشت افغانان پداسې حال کې چه دلوی څښتن (ج) څخه شهیدعبدالصمدروحانی تهدفردوس جنت غوښتنه کوی ، پدې سترغم کې ځانونه دشهیدروحانی ددرنې کورنۍ اوټولو وطنوالوسره شریک ګڼی او دوی ټولوته دجمیل صبراوزغم غوښتنه کوی. همدارنګه له افغان دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چه ددې سترشهیددشهادت دعاملینوپه موندنه کی خپل ټول امکانات پکارواچوی که نه نوډیرې پوښتنې به راوزیږوی. همدارنګه لدی وروسته دې هرکال دغه د جوزا نولسمه نیټه په هیوادکې دآزادواورښتینوژورنالستانوسره دزورزیاتی دتورې ورځې په توګه ددولت په کچه یادونه وشی. روح دی ښاداودښمنان دی مختوری وی.په درنښت په بلجیم کی دافغانانوکلتوری بهیرمشرتابه جرګه، بروسل ښار ـ بلجیم دمشرتابه جرګې په استازیتوب ،پوهنیارسیدحضرت ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یوسف هېواددوست

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د بي بي سي راډیو ځوان اوتکړه ژورنالیست عبدالصمد روحاني په هلمند ولایت کې د قلم او د بیان د خپلواکۍ د دښمنانو په ګولیو وژل شوی او د شهادت لوړه مرتبه یې ترلاسه کړه ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) . موږ په دې توګه د ارواښاد روحاني کورنۍ او دوستانو سره خپله غم شریکي اعلانوو او دوي ته د تسلیت تر څنګ د زغم او جمیل صبر هیله لرو . د ارواښاد روحاني پر وژنې د تورتم استازو وښوده چې دوي لا هم نه یوازې د رښتیا ویلو له مخکښانو ویریږي چې دا یې هم وښودله او پخپله یې څرګنده کړه چې تل د بې وزلو ، خوارو او غیر پوځي وګړو وینه د همدوي پر کرغېړن لاس تویږي .تر دې به بل لوی جنایت نه وي چې د یو بې وزلي ژورنالیست او لیکوال پر وینو تویولو دې لاسونه سره شي . د فرهنګ دلارې خادمان او له هغې ډلې ژورنالیستان او لیکوال دا د ټولنې هغه تش لاسې او بې پرې ډله ده چې زیان یې ټولنې ته نه بلکې ګټه رسونه یې تر هغې بلې ډېره ده . هغوي له پېښو او حالاتو نه خپل هېوادوال ، سیمه او نړۍ خبروي او دا چې د پېښو تر شا د چا لاس او زیان او ضرر یې څومره او چا ته دی ، دا د ټولنو کار دی او د هغوی قضاوت ، خو له بده مرغه کله د جګړو اړخونه د خپلو کمزوریو کسات له ژورنالیستانو او لیکوالو اخلي او په دې توګه هم یو غیر اسلامي عمل ترسره کوي او هم د ځان پر وړاندې کرکه او نفرت په ولس او بشریت کې زیاتوي .د روحاني قاتلین هم همداسې کم عقلان دي . ددغه شان تور زړو پر وړاندې که په دولتونو کې وي او که په مخالفینو کې د فرهنګیانو یوه پراخه ټولنه جوړول او د یو لاس عکس المل ښودل په کار دي . هیله ده زموږ ګران ژورنالیستان او لیکوال د خپل ځان او سر د ساتنې مراقب و اوسي ، ځکه پرته له خدایه دلته د ځمکې پر سر خو نه دولت او نه د شر استازي دا یو هم د دوي کوچنۍ شانتې پروا هم نه لري . په پای کې د ارواښاد روحاني اروا ښاده غواړو او کورنۍ او دوستانو ته یې د خپل تسلیت مراتب یوځل بیا وړاندې کوو . په درنښت یوسف هېواددوست ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خداي بښلي عبدالصمد روحاني ته

ستا د حق منصوري چيغه يې سره کړه د بي دردو د کاله نغرۍ سوړ شه مونږ د لوۍ پکتيا (پکتيا،پکتيکا ،خوست)ولايت ژوناليستان،ليکوالان،شاعران،د ادب مينه وال او ټول بااحساسه وګړي د شهيد عبدلصمد روحاني پاک روح ته دوعا ګاني کوو،د ده کورنۍ ملګرو هم مسلکانو او مينه والو ته د جميل صبر غوښته کوو. د ده اړونده اداري او له افغان او بريتانۍ حکومتونو نه د ده له کورنۍ سره د مالي امکاناتو غوښتونکي يوو. او هم د ده اړوندې ادراې نه دا غوښتنه هم کوو چې د ده ځينو راپورونه او ګزارشونو ته کتابي بڼه ورکړي، هم د ده اړونده اداره بايد د ده په نوم يوه سټوديو ونوموي او هرکال د ده د مړيني د ورځي يادونه وشي د نورو داسې پيښو د نه رامينځ ته کيدو په هيله ستاسو غم شريک، ډاکتر کمال سادات ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

آصف ننګ

خداى دي مرحوم ته جنت الفردوس وركړي او د دوى كورنۍ ته جميل صبر واقعاً ډېره افسوسناكه او له درد ډكه پيښه ده، كله هم چي فكر كوم د دي مظلوم شهيد هغه يادونه مي سترگو ته دريږيزي كمال سادات صاحب هغه وخت چي موږ د پېښور پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي كي ، كه ستاسو ياد وي، نو جان بت په ډېر مشكلاتو سره صمد روحاني ته مسلكي راډيو ژورناليزم ورزده كاوه خو د ده راپورونه به يي تر ټولو ډېر خوښول، ده ژوندي نيغ په نيغ او له خوند ډك راپورنه جوړول، هر سړى پرې پوهيده ډېري خوږي خاطري يي زموږ په ياد پاتي شوي، يوه ورځ مو د پېښور پوهنتون په رستورانت كي ورته مړۍ كړې وه، هلته چي راغلو د روش په ځاى يي موږ ته په وړو قابونو كې ډال كيښود، دومره كمه وچه ډوډۍ ورسره راوړه چي يوه مرغۍ هم نه پرې مړيدله، هغلته مو ډېر سره وخندل ، ده گومان كاوه چي ډېره معبره او شاهي مړۍ به مو ورته كړې وي، پيپسي هم نه وه او گرمي وه هماغه د چاټۍ اوبه مو وركړې آصف ننگ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

داخوندموسی بټی کوټي ادبي جرګې دخواخوږۍ پیغام

دژوند دا دوه ګړۍ مې هم په سخته تېرې کړلې اوس مــې هــم سردلــحـدتیګه بــاندې ولـګېده داودعربزی داسلامي پوهانوپه اندپه دونیاکې چې ترټولولوی دروغ دي هغه ژوند دی اوهغه چې دنړۍ یووګړی ترې انګار نه شي کولای اوهېڅ کله دروغ نه ده هغه مرګ دی ، مرګ حق دی او هرانسان دې دا ومني چې یوه نه یوه ورځ به یې دمرګ جینجی په خواږه ژوند تېری کوي اوله خپل خوږمور، پلاره اوخوږوملګرویې یې جلاکوي ، همدې دمرګ جینجي زمونږدکاروان دیوه خوږلاروي ملګري ښاغلي عبدالصمدروحاني تنه هم رانسکوره کړه اوهماغه یې وکړه چې هېڅکله موپه خیال اوتصورکې نه راتله صمدروحاني په هلمندولایت کې دڅوکالوراپه دېخوا د بي بي سي نړیوالې راډیوخبریال ؤ چې دژوندتروروستۍ سلګۍ پورې یې له خپل دندې سره وفاوکړه اوهمدا خپله دنده ورته اور شوه ارواښاد روحاني په خپل څوکلن ژورنالستکي عمرکې ژورنالېزم ته هغه خدمتونه وکړه چې هېڅکله دهېرېدونه دی روحاني صیب چې ترکومه ځایه مونږته مالوم ؤ داسې یوشخصیت ؤ چې تراوسه یې چاته کومه بده خبرهم نه وه کړې خودښمن ډېربد دی ځکه خورانه ښه اوغوره شخصیتونه په شهادت رسوي داسمه ده چې : په فانی دونیابه نه وي ژوندي تل څوک. مونږدمرګه انکارنه کو خوداسې مرګ هم نه لکه روحاني صیب یې چې ووژه داخوند موسی بټي کوټي ادبي جرګه دده مړینه غندي اوهرهغه چاچې دالوی جنایت ترسره کړی نه یواځې په بده اوسپکه سترګه ورته ګوري بلکې داسلامي اوانساني اصول لرې کاریې ګڼي ، دروحاني قاتلان دې په دې پوی شي چې دوی به یوه نه یوه ورځ دې ملت ته رسواکېږي اوداملت به یې په مخ دکرکې اونفرت لاړې ورتووکوي . اخوندموسی بټي کوټي ادبي جرګه دروحاني شهادت دژورنالېزم اوادب په ډګرکې یوه ستره تشه بولي اوله افغان دولت نه یې دقاتیلینو دژرترژره نیونې غوښتنه کوي . څښتن دې روحاني صیب ته هغه دنیا ښائسته کړي ، بښنه دې ورته وکړي اودده درنې کورنۍ ته دې دزړه صبرورکړي . امین اوبیاامین داخوندموسی بټي کوټي ادبي جرګې مشرتابه کابل - افغانستان ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مومن اکبرصدیق

دیکشنبې ورځ وه چې خپل ګران دوست فضل غني حقمل راته دعبدالصمد روحاني دوژل کیدو وویل. خدای شته ډېر ورباندی ودردیدم که څه هم ما له عبدالصمد روحانی سره له نږدې نه پېژندل خوهغه یو ډیرتکړه اوزړور ژورنالیست وه. زه نه پوهیږم چې دانسان اوبشریت دښمنانوولې ځوانمیرګ روحاني داسې په ګولیو غلبیل غلبیل کړ پداسې حال کې چې هغه نه له چاسره کومه شخصي دښمني درلوده اونه یې چاته دخپل سپېڅلي قلم په څوکه زیان رسولی وه. په هرصورت زه دمرحوم روحاني له کورنی اوخپلوانو سره پدغه غم کې ځان شریک بولم اوهغه ته دلوی خدای له دربارڅخه دجنت غوښتنه کوم. دغه راز له دولت څخه هم زما غوښتنه داده چې د ځوانمیرګ روحاني دوژنې په اړه جدي پلټنې وکړي او تورن کسان دقانون منګلوته وسپاري. په درنښت مومن اکبرصدیق/کابل ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام

د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام: هيڅ خندامې لدې خلكوسره نه شي ژړاوي مـې هغـه تلي تلي خلك. په هلمند كې د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام: په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو ځوان، تکړه او زوړور خبريال د ناڅرګندو كسانو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى. انا لله و انا اليه راجعون . دا دى يو ځل بيا زموږ ځوريدلى ولس وځورول شو، د هيواد د ژورنالستانو له ډلې يو ځوان هڅاند او خوږ ژبى خبريال چې، د افغانستان د ډېر نا ارامه ولايت هلمند څخه به مو د ده په خوږه ژبه د سيمې له حلاتو ځانونه خبرول، په بي رحمۍ سره بيل شو، دا ځوان عبدالصمد روحاني و. په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه او د دې سيمې ځوانان د روحاني صاحب وژنه په كلكه غندي. دغه ټولنه د روحاني وژنه د ملت د ژبې پرې كول بولي او مړينه يې د ولس لپاره يوه لويه ضايعه ګني موږ د نوموړي كورنۍاو د ده نږدې خپلوانوته د غمرازۍ مراتب وړاندې کوو. اوده ته له خدايه جنت الفردوس او د ده وارثينوته د جميل صبرغوښتنه كوو. په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د افغان کلتوري ټولنو دجرګې دخواشينۍ پيغام

خورا خواشيني يو ،چې د فرهنګ او ژورناليزم دکورنۍ ديوه نازولي د وير پر ټغر کيناستو انا لله وانا الیه راجعون قلم دښمنه ټوپکوالو هومره ډارن دي ، چې دخپلې ناولې منګولې يې دځوان عبدالصمدروحاني پر وينو سرې کړې ، د هغه دماشومې معصومو سلګيو ته يې ونه کتل او د سپين سرې مور له کړيکو یې ونه ويريدل . دغه شهيد عبدالصمدروحاني په هلمند کې د بي بي سي او پژواک خبري اژانس خبريال و ، ليکوال او فرهنګي زلمي ايله دژوند 25 پسرلي لیدلي و ،چې شهيد کړای شو . دافغانستان ټول فرهنګيان قلم وال او روڼ اندي ددغه ځوان ژورناليست او ليکوال وژنه غندي او دهغه سپيڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوي . دافغان کلتوري ټولنو جرګه دخپل دغه ملګري اوهملاري په وير کې شريکه ده او يرمنه ده ، چې د قلم دلوې کورنۍ يو تکړه غړی يې له لاسه ورکړی دی . لوی خدای جل جلاله دی ددغه فرهنګي زلمي قاتلان مخ توري کړي او دوستانو، قلموالو ، کورنۍ ته يې دې اجر ، صبر او استقامت ورکړي . افغان کلتوري ټولنو جرګه يو ځل بیا له ټولو فرهنګيانو اوژورناليستانو څخه غوښتنه کوي ، چې په داسې اورنيو شيبو کې دخپل ژوند خيال وساتي اوګواښمنو سيمو ته ولاړنه شي ، ځکه ډېر څه ديوه قلموال پر ژوند نه ارزي . اروا یې ښاده ياد یې ژوندی . Abdul Samad Rohani- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته