(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله په کوم قيمت تر نامه لاندی سمینار جوړ شو

[01.Jun.2008 - 21:56] Mai 29, 2008 «سوله په کوم قيمت» تر نامه لاندی سمینار سيمينار په Mai 29, 2008 نیټه په پېښور ښار کې له حالاتو سره سم د پرمختيايي پاليسۍ جوړولو انسټيټوت ( ايس ډي پي آيي) ، اېکشن اېډ او دپاکستان د بشري حقوقو خپلواک کميسيون لخوا په ګډه جوړ شو، چې ګڼ شمېر ليکوالو، سياستمدارانو، حقوق پوهانو او ژورنالستانو پکی ګډون کړى وو . غونډې ته په خپله وينا کې د پښتون قامی وحدت ستر لارښود اود عوامي نېشنل ګوندANP مرکزى مشر محمد افضل خان «خان لالا » په سوات کی له ځايي طالبانو سره د حکومت پر تړون نيوکه وکړه،او د سولې تړون یی نيمګړى وباله . افضل خان لالا وويل، سره له دې چې دى د سوات اوسېدونکى دى، خو د سولې د تړون پر مهال د پښتونخوا ايالت حکومت او عوامی نېشنل ګوند ده سره نه مشوره کړې او نه يې دى په جريان کې کړى دى . افضل خان لالا وويل: دسولې په تړون کې ډېرې نيمګړتياوې شته چې په راتلونکي کې ستونزې راولاړولى شي، همداراز د سوات له طالبانو سره په شوي تړون کې دا نه دي ويل شوي، چې بهرني جنګيالي به له سيمې څخه وځي او ځايي طالبان به بې وسلې کيږي. د پاکستان د مزدور دهقان ګوند مشر افضل خاموش هم د سولې پر ياد شوي تړون نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې له دغه تړون سره سره اوس هم ځايي طالبان فعال دي او خپل پروګرامونه پرمخ بيايي . هغه زياته کړه چې د وزيرستان د طالبانو مشر بيت الله محسود په خلاص مټ د افغان دولت پر ضد فعاليتونه کوي او په زغرده يې اعلان کړى، چې د جهاد لپاره به جنګيالي افغانستان ته لېږي . افضل خاموش وويل : هغه پورې په افغانستان او پاکستان کې امنيت نه شي ټينګېداى، څو پورې چې له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د اوړېدو مخه ونه نيول شي . د پښتونخوا ملی عوامي ګوند صوبایی مشر مختيار يوسفزي غونډې ته په خپله وينا کې پر استخباراتي ادارې ( اى ايس آيي ) تور ولګاوه، چې د سيمې امنيت يې خراب کړى دى. هغه زياته کړه چې په قبايلي سيمو کې وسلوال جنګيالي د اى ايس ايي لخوا را پيدا شوي ، دوى ورته وسلې او نور امکانات برابروي . غونډه کی ایمل خټک هم خپله وینا واوروله د سيمينار په پاى کې ديوه پرېکړه ليک په اساس له پاکستان څخه وغوښتل شول چې په سيمه کې د امنيت رامنځته کېدو په موخه افغانستان ته د جنګياليو او ورانکارو د تګ راتګ مخه ونيسي . - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته