(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشهید موسى شفيق دلېسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

[30.May.2008 - 10:33] :29.05.2008د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس ښاغلی محمد اقبال عزيزي وویل چی په بهسودو کې د ناهيد شهيد او په کامه کې د موسى شفيق دلېسې او يوې ديني مدرسې د ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودل شوی، چی پر دغو دريو ودانيو ٢٤� زره امريکايي ډالره لګښت راځي او کار به يې په شپږو مياشتو کې بشپړ شي . ده زیاته کړه چی د امريکا له خوا دولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي ) سره یی په دې اړه يو قرارداد لاسليک کړچی د پي ار ټي د يو ميليون او دوه نيم سوه زره ډالرو په لګښت به د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د ١٤ښوونځيو او يوې دينې مدرسې نوې ودانۍ جوړې شي . د پوهنې رييس ویلی دی په روان لمريز کال کې يې په دغه ولايت کې پنځوس نوي ښوونځي جوړ کړي، چې په ننګرهار ولايت کې د ښوونځيو شمېره ٤٥� ته ورسېده . Pa Kama Walaswalai ki De Musa Shafiq de Lycee Dabara Kekhudal Shwa - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته