(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو د صوبی نوم به پښتونخوا وی

[24.May.2008 - 21:59] دپاکستان پیپلزګوندPPP په۲۴/۵/۲۰۰۸ نیټه دخبری رسنیو په وړاندی وویل چې دصوبه سرحد نوم دې پښتونخوا شي دپاکستان د پیپلزګوند PPPسرپرست مشر اصف علي زرداري د خپل ګوند د مرکزي کمیټې غړیو سره له غونډی وروسته په اسلام اباد کې په یو پریس کانفرنس کی خبریالانو ته وویل چې ددوی ګوند یولړ وړاندیزونه پارلمان ته کړي دي چې په هغو کې یوهم د صوبه سرحد دنوم بدلول په پښتونخوا دي . دپیپلز ګوند په وړاندیز کې د پښتونخوا نوم هغه نوم دی چې له ۱۹۴۷ کال راپدیخوا یې ګڼ سیاسي پښتانه پلوي کوي او د عوامي نشنل پارټۍANP بنسټی غوښتنه ده چې دپښتنو د صوبی نوم به پښتونخوا وی. - پښتونخوا خبریال
بېرته شاته