(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي ټولنې د کبير ستوري ياد غونډه جوړه کړه

[24.May.2008 - 08:56]

افغان ادبي ټولنې دپيښور دبورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې په 23.05.2008 نېټه د جمعی په ورځ د پښتو ژبې د وتلي شاعر، ليکوال، ساه پوه او مخلص شخصيت ارواښاد کبير ستوري په یادیوه پرتمينه غونډه جوړه کړی وه ،چی د لری او بری پښتونخوا ګڼ شمیر ليکوالانو، پوهانو، شاعرانو او ژورنالستانو پکی برخه اخستی وه. غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره ماسپښين پېل شوه چی د سټيج چاری یی ښاغلی عبدالوهاب څاروان اوښاغلی اوحسيب الله حسيب پر مخ بیولی . دغونډی صدر( رييس) د پښتو عالمی کانګرس چيرمین اود غنی خان ادبی، ثقافتی، څیړنیزی جرګی سرپرست نامتو ليكوال پروفیسر جهانزيب نياز ؤ، مشران مېلمانه عبدالبصيرخيبر، عبدالبصيربیدارستورى، د خبرونه ورځپاڼې مشر سراج عارف،دارياناپوهنتون مرستيال انورظفرى ؤ، د افغان ادبي ټولنې مشر نظيرالحق قريشى دكوربه په توګه له ميلمنو سره ناست و. په غونډه کې ليکوالانو او شاعرانو د ارواښاد کبير ستوري په ژوند، فن، شخصيت، ادبي او سياسي هلو ځلو او خپلې مورنۍ ژبې ته د هغه د نه ستړي کېدونکي زيار يادونه او ستاينه وکړه، او د هغه کار و زيار يې د پښتو ادب لويه پانګه وبلله. غونډې ته فضل مولا توركى،مطيع الله سراچه وال، بصيرستورى ،احمدشاه پوپلزى، اسراراتل ، تحسين الله تحسين ، عارف همدرد ، فضل قادر انډيوال، علامه عبدالستارمحمد او پروفيسر جهانزيب نياز ويناوې وكړې د ارواښاد كبيرستوري دژوند په سياسي،ادبي او ارواپيژندنې په اړه يې دهغه ځانګړتياوې په ګوته كړې. نامتو ليكوال او څيړونكي پروفيسر جهانزيب نياز د خپلی وینا په یوه برخه کی وويل چې كبير ستورى يو ريښتينى پښتون ؤ،په پښتونولۍ يې كلك باور درلوداو زياته يې كړه چې ما په جرمني كې دارواښاد كبيرستوري پښتونولي ليدلې ده، چې د پښتون اولس دبيدارۍ او دوحدت لپاره یی كوم كارونه كړي تاريخ به يې ياد ساتي او نسلونه به پرې وياړي، كبيرستوري چې په جرمني كې كوم ګوند او ټولنی جوړی كړې دهغې نتيجې اوس په قلار قلار راڅرګنديږي او پښتون اولس به ترې ګټه اخلي د پیغامونو په برخه کی له جرمني څخه دساپي پښتو څيړنو پراختيا مركز دمشر امام الدين ساپي، دكونړ څخه دضياء الرحمان ثاقب، له كابل څخه دشفيق ادبي څيړنځي دمركزاو له جرمني څخه دپښتنو دټولنیز ولسولیز ګوندPSDP سرپرست علي خان محسود پيغامونه ولوستل شول ، همدا راز له جرمنی څخه دافغانستان د کولتوری ودی ټولنی، دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی او د پښتون کور (کولتوری مرکز/ بن ) پيغامونه رارسیدلی ؤ. دساپى پښتو څيړنو او پراختيا مركز بنسټوال امام الدين ساپى په خپل پيغام کې ويلي و: ډاكټركبيرستوري نه يوازې پښتانه ته دپښتون ساپوهنه ښودلې بلكې پښتانه ته يې دپښتون او دپښتونخوا په لرنې ټينګار هم كړيدى په پيغام كښې زياته شوې چې مونږ وياړو چې دهيواد مخكښ فرهنګى ځوانان په افغان ادبي ټولنه كې سره راټول شوي او دهېواد دعلمي، عملي،شاعر،ليكوال او فرهنګي څيړونكي ښاغلي ساپوه ارواښادكبيرستوري ياد لمانځى .په كابل كښې دشفيق ادبي څيړنيز مركز مشر ډاكټرننګ كاموي په خپل پيغام کې وويل چی ارواښاد كبيرستورى دپښتو ادب په ځلانده اّسمان كې ځلانده ستورى و ،چې داروا پوهنې په ډګر كې هم پښتو او پښتنو ته ستر خدمتونه كړى چې دپښتو ادب په تاريخ كې ځانګړى ارزښت لري. له كونړ څخه دټيليفون پر ليكه ښاغلي ضياء الرحمان ثاقب په خپل پيغام كې وویل چی ډاكټر كبيرستورى نه يواځې دپښتو ادب يو ځلانده ستورى و ،بلكې پښتون اولس ته يې دلار ښوونې ډېر مثالونه پريښي دي مونږ ته پكار دي چې دكبير ستوري په تګلاره عمل وكړو ،نوموړي دپښتون دويښولو لپاره ډير كارونه كړيدى دپښتون ولس يو والى یی غوښت او ددې لپاره يې ډيرې هلې ځلې كړيدي هغه وويل چې مونږ دنوموړى په خدمت وياړو او هغه زمونږ سره ژوندى دى ښاغلی علی خان محسود خپل پيغام په یوه برخه کې ويلي و چی ویښ قامونه تل خپل اتلان نمانځی، د پښتنو دقامی وحدت او ازادۍ د تحریک ددغه ستر مبارز كبير ستوري کارنامی بایده دی چی وخت په وخت دی قوم ته وړاندی شی ،افغان ادبـی ټولنی ته ددی پرتمینی غونډی په جوړیدو او تنظیم کیدو مبارکی ، شاباسی او ډاډ ورکوم او په دی هیله چی پښتانه خپل ملی مبارزین او ملی اتلان تل و نمانځی. د غونډی پای کی دافغان ادبى ټولنې لخوا بصيرستوري ته دډاكټركبيرستورى دځايې ناستې په توګه دفضيلت دستار وتړل شو،همداراز د تاند ليكوال او شاعر عارف همدرد په نوښت دپروفيسر جهانزيب نياز په لاس د خبرونه ورځپاڼې مشر سراج عارف، دخبرونه ورځپاڼې خبريال فضل قادرانډيوال او دكبيرستوري لمسي سپين غر ته ډالۍ وركړى شوې غونډه دماښام په لمانځه سره پايې ته ورسيده.
عبدالرزاق حبیبي / عبدالهادي حيران

- عبدالرزاق حبیبي / عبدالهادي حيران
بېرته شاته