(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلنه:امن د تعليم په ذريعه: د باچا خان ټرسټ مشر په بن کې

[22.May.2008 - 20:24]

بلنه:
گرانو هېواد والو! د باچا خان ټرسټ او باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن مشر ښاغلی محمد رضا خان په اروپا کې ميشتو افغانانو ته د امن او تعليم په هکله خبرې او هم به د دغو مرکزونو د کار او فعاليتونه په هکله معلومات ورکړی. پروگرام 1. د امن ضرورت او د تعليم له لارې امن گټل 2. د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن د ښوونځيو په هکله ويديوی راپورتاژ 3. وړانډيزونه، پوښتنې او ځوابونه تاسو ټولو ته په دغه معلوماتي غونډه کې د زړه له کومې بلنه درکول کېږی. افغانيک، ډاکتر يحيی وردک محمد رضا خان په ٢� � ٦ کې په واشنگتن کې د جورج ټون پوهنتون نه په بين المللي حقوقو کې ماستری ترلاسه کړی ده. دی د امريکا د وکيلانو ټولنې او د حقوقپوهانو بين المللي ټولنې غړی، اوسمهال محمد رضا خان د باچا خان ترست او د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن مشر ( (Managing Directorدی. باچا خان ټرسټ (http://www.baachakhantrust.org)يوه خپلواکه او غير انتفاعي ټولنه ده، چې د باچا خان د امن او عدم تشدد روايات خپلوی. هغه د تعليم په وسيله د ټولنيز پرمختگ او سياسي اقتدار لاره غوره کړيده. غفار خان د شلمې پيړۍ په لومړۍ برخه کې د ولس په مرسته د"آزاد سکولونو" په نوم اويا ښوونځې جوړ کړل. دا لوی مقصد د انگليس استعمار په وجه نيمگړی پاتی شو. له نيکمرغه د يوې اوږدې مودې نه وروسته په ٢� � ٧ م کال په پيښور کې د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن (http://www.bkefoundation.org)په جوړلو سره د نويو ښوونځيو ودانول پيل او د باچا خان د يو لوی آرمان د پوره کيدلو په لاره کې قدم کېښودل شو. وخت: جمعه، د مې ۲۳،23 /05/2008 د مازدیگر څلور بجې ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار

آدرس AFGHANIC/Seminar-Raum (im Brunn Autoland, III. Etage) Justus-von-Liebig-Str 24 53121 Bonn, Germany معلومات Tel 0228 - 409 76 30 Mobil 0174 741 73 06

- ډاکتر يحيی وردک
بېرته شاته