(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ناروې کې علمي روزنیز سیمینار

[21.May.2008 - 15:05] د دعوت د ادارې له خوا د جون د میاشتې اوومه نیټه یو ورځنئ علمي روزنیز سیمنار جوړیړي دا سیمینار چې (په ناروې کې افغانان : ستونزې، حل لارې او سهولتونه) تر نامه لاندې جوړیږی او یو شمیر پوهان به په ځانګړو موضوعاتولکه د افغانانو کورنی ژوند د اسلام او افغاني کلتور، دود او دستور له مخې، ځوانان او د ټاکنې حق، جنګ ځپلې ټولنه او رواني روغتیا او نورو موضوعاتو خبرې وشي. درانه هیوادوال کولای شي خپلې لیکنې او پیغامونه د دعوت د ادارې په بریښنالیک [email protected] د جون تر ۴ پورې رالیږلای شي تر څو په نوموړی سیمینار کې ولوستل شي. په شیسمو کمون کې میشت هیوادوال چې عمر یې د ۱۵ کالو نه جګ وي په دې سیمینار کې برخه اخیستی شي. د ټولو ورونو خویندو نه د ګډون غوښتنه کیږي. د سیمینار جوړونکی: د دعوت خپرونه او د افغان ناروې دوستۍ ټولنه د سیمینار تمویلونکی: د شیسمو کمون د سیمینار ځای او وخت: د شسمو کمون دفتر (لیلیستروم) د جون ۷ مه د شنبې ورځ د سهار د ۹.۳۰ نه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې ارتباطي تلیفون: بزګر: 90856195 نعیم ویاړ: 48117954 په ټوله افغاني مینه محمد طارق بزګر www.dawatfreemedia.org - محمد طارق بزګر
بېرته شاته