(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان دمړينې د شلم تلين، دری ورځنی پوهنیز سمينار

[19.May.2008 - 18:25] بره پښتونخوا: د۲۰۰۸ ع کال دمۍ د میاشتی په19 مه نیټه د دوشنبې په ورځ د ماسپښين پر 14:30بجو ،چې د افغانستان د ملي راديو تلويزون په تالار کې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ او سيميزو مطالعاتو د مرکز په نوښت د پښتنو د ستر مشر خان عبدالفغار خان « باچا خان» دمړينې شلم تلين پوهنیز سيمينار ديوې لوې درنې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو . پدغه دری ورځنی پوهنیز سمينارکی دلری او بری پښتونخوا، د ګاونډی هیوادونو او سېمې په سلګونوپوهان ،شاعران ، ادیبـان او عالمان راټولی شوي دی .چې د پاچا خان د عدم تشدد دفکر اوخيال په اړه پوهنیزی او څیړنیزی مقالې وړاندې کړي. دغه پوهنیز سمينارکی د محمدافضل خان «خان لالا» په مشرۍ د کوزې پښتونخواد عوامی نيشنل ګوندد لوړ پوړي پلاوي سربيره دکابيني غړو ، دولسي جرګې استازو او له ګاونډي هيوادونو هند او تاجکستان څخه هم يو شمير ادیبانو ، پوهانو او شاعرانو ګډون کړی دی. سميناردقاري برکت الله سليم لخوا دقران کريم دڅو اياتونو پر تلاوت پيل شو، سمينار د افغانستان دملي سرود دغږولو وروسته د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي پر وينا پرانېستل شو. نوموړي د فخر افغان دعدم تشدد پر فلسفه ټينګار وکړ. ورپسې دپښتون قامی وحدت ستر لارښود اودعوامی نیشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان «خان لالا» ويناوکړه نوموړي د باچا خان د سړیتوب (شخصيت) په اړه هر اړخيزه وينا وکړه او د عدم تشدد پر فلسفه يې ټينګار وکړ او له نړيوالو يې وغوښتل ، چې اوس موږ هغه امن ته اړتيا لرو ، چې فخر افغان يې په شلمه پیړۍ کې وړاندينه کړې وه . ورپسې دسرحدونو او قبايلو چارو وزیر جنرال عبدالکريم براهوي دخپل وزارت په استازيتوب وغږيده د اطلاعاتو وکلتور وزارت پیغام پوهنمل استاد غلام نبي فراهي ولوست اودکابل پوهنتون پیغام داستاد مکمل له خوا واورول شو . په غونډه کې. د باچاخان دشلم تلين په مناسبت سيمه ييز علمي سيمينار دګډون لپاره له هندوستان څخه په جامعه ملية اسلامية پوهنتون دنيلسن منډيلا دسولې او بحران دهواري مرکز رئيسه میرمن راداکومار او د جامعة ملية اسلامية پوهنتون د ميډيا او کلچر څانګې مشره میرمن رخشنده جليل له تاجکستان څخه د ختيځپوهنې دانسټيټوټ مرستيال ښاغلی شاخماروف او له پښتونخوا څخه به دغه لاندې ښاغلي دسيمينار په دويمه اودرېيمه علمي ناسته کې د پاچا خان د ژوند ، مبارزې په اړه مقالې لولي : ښاغلی مشتاق مجروح ، ښاغلی روښان يوسفزی ، ښاغلی ډاکتر سيد منهاج الحسن ، ښاغلی علي ګوهر ، ښاغلی محمد شفيع افريدی ، ښاغلی شوکت ترين ، ښاغلی سيد بلال شاه ، ښاغلی ډاکتر فضل الرحيم مروت ،ښاغلی ډاکتر خالد خان خټګ ، ښاغلی عبدالستار پردلي ، ښاغلی سرور ماموند ، ښاغلی پوهاند غلام جيلاني عارض ، ښاغلی ډاکتر محمد الف شرر ، ښاغلی عبدالرحيم بختانی ، ښاغلی احمدالله نويد ، ښاغلی استاد حبيب الله رفيع او ښاغلی بریالی باجوړی ديادونې وړ ده ، چې دغه سيمينار دافغانستان دسيمه ییزو مطالعاتو مرکز په هڅوجوړ شوی د سيمينار علمي غونډې به سې شنبې اوچهارشنبې په ورځو شلم او یویشتم مۍ په کانټیننټل هوټل کې ترسره کېږي . د پښتنو ستر مشر خان عبدالفغار خان (فخرافغان) چې په پاچا خان مشهور دى په ١٨٩� زيږديز کال کې زيږيدلى دى او په ١٩٨٨ زيږديز کال کې مړ شوى دى. د ارواښاد پاچا خان جسد د ده د وصيت له مخې د بری پښتونخوا په ننګرهارکې خاورو ته سپارل شوى دی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته