(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د « ستوری » مجلې دریمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

[18.May.2008 - 07:18] د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې دناپېيلې هر اړخيزې خپرونی « ستوری » مجلی دریمه ګڼه په ښه صحافت او رنګه پښتۍ په ۶۰ مخونو کې چاپ او پر لیکه شوه. د«ستوری » مجلی په درییمی ګڼی کی: اسلام زمونږ نه څه غواړي، باچا خان یو ستر لار ښود، ښاپیرۍ ـ د اباسین يوسفزي الوت،انټرنيټ او د کتاب ارزښت،بیا هم د یوې مړۍ ډوډۍ سوال دی!!!،شاداب د ژوندانه شاعر،ترخه خاطره،کونړ د تاریخ په وږدو کې،د کونړ سیند تاریخي پس منظر،په کونړ کې د کونړ سیند مشاعره،په خلیج ګې ادبي هلوځلو ته لنډه کتنه،ځوانان او مخدره مواد، په المان کې د کونړ سيند مشاعره، له ولسي شاعر ښاغلي ثواب خاکسار سره مرکه او دقاضي عصمت الله روحاني يوسفزى ادبی هلی ځلی تر سر لیکونو لاندی د لرو او برو پښتنو، ادیبانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې ادبي، سياسي ،کولتوری او ټولنيزې ليکنی ځای شوی دی . همدا راز د ستورو د کاروان سرلیک یی شعرونو ته ځانګړی شوی چی د ګڼ شمیر پیاوړو شاعرانو شعرونه پکی ځای شوی دی. مينه وال يې په لره او بره پښتونخوا کې له کتاب پلورنځیو او اخبار پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی، او په انټرنټ کی یی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ،

د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

عرفان الله کوټوال د تنر کلی ـ طلائی بانډه د خاص کونړ ولسوالي د کونړ ولایت / افغانستان ټیلیفون :772931465-0093 E-mail: [email protected]

- عرفان الله کوټوال
بېرته شاته