(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاڅون مجله په ليکه شوه

[03.May.2008 - 18:25]
د کوزې پښتونخوا له مردان ښار څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ (( پاڅون )) مجله د روان ٢� � ٨ عيسوي کال د مۍ او جون مياشتې د ګڼې له چاپه له راوتلو سره سم په انټرنټ کښې هم په ليکه شوه او اوس دا مجله د لر او بر پښتانۀ وروڼه خوېندې کولې شي د اېنټر نټ له لارې وګوري او هم له دې مجلې سره خپل تماس او رابطه ټينګه کړي. دوه مياشتنۍ پاڅون مجله له تېرو څو کلونو راهسې د کوزې پښتونخوا له مردان ښار څخه په باقاعدګۍ سره خپرېږي د دې مجلې نګران مشر: ډاکټر اسرار، ترتيب ورکوونکی يې محمد اقبال اقبال او سرکولېشن منېجر يې سيد ياسر علي باچادی او اکبر هوتي اېډوکېټ او عثمان مردانوي يې په مرستيالانو کښې شامل دي د دې مجلې د يوې ګڼې بيه ٣� روپۍ ده او په بهر هېوادونو کښې يې بيه شپږ ډالره ده. د پاڅون مجلې اداره د لر او بر ټولو پښتنو د قلم خاوندانو ته بلنه ورکوي چې په خپلو قلمي زيارونو سره دې دا مجله لا ښکلې کړي. د پاڅون مجلې انټرنټي پته: www.pasoon.org دفتري پته: مردان د معلوماتو او مشاورتي مرکز مال روډ مردان برېښناليک: E-mail: [email protected] ټېلفون: 0092-937-874489 ګرځنده: � ٣٣٣٧٨٧٤٤٨٩ بېنک اکاؤنټ: 4787-4 MCB بېنک روډ مردان --- خبرتيارالېږونکی: سيد ياسر علي باچا - سيد ياسر علي باچا
بېرته شاته