(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پيښور کې د ارواښاد کبير ستوري دويمه کليزه نمانځل کيږي

[24.Apr.2008 - 19:13]

پښتو عالمی کانګرس د پښتو ژبی نومیالي او منلي لیکوال، شاعر، اديب،ژورنالست او څيړونکی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په يا دیوی درنی غونډی تابیا کړی ده. غونډه به په پېښور پریس کلب کې په 27.04.2008 نېټه د اتوار (يکشنبی) په ورځ د مازيګر په دريو بجو شروع کيږي. په غونډی کې به د ارواښاد ستوري په اړه تاثرات، مقالی او نظمونه اورول کيږی او د غونډی لومړۍ برخه به په ازاده مشاعره سرته رسيږي. د غونډی په دويمه برخه کې به د ټنګ ټکور (پښتو موسيقۍ) پروګرام وي. دپښتو عالمی کانګرس له تاسو ښاغلو ټولو درنو پښتنو، ليكوالانو، پوهانو، اديبانو، شاعرانو او او د ستوري مينه والو نه د زړه له كومي هيله کوي، چی په خپل ګډون سره د ارواښاد ستوري روح خوشحاله کړۍ.
په درناوی پښتو عالمی کانګرس ، پېښور/ پښتونخوا

د غونډی د ځای پته او نيټه :

نيټه : 2008 ع کال د اپريل د مياشتی اوويشتمه 27 April 2008 د اتوار (يکشنبی) ورځ وخت : د مازيګر دری بجی ځای : پېښور پریس کلب، پېښور/ پښتونخوا

- پښتو عالمی کانګرس
بېرته شاته