(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د مشرانو جرګى غونډه جوړه شوه .

[21.Apr.2008 - 21:06] فرانکفورت : د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګونددمشرانو د جرګی غونډه د 2008ع کال د اپریل د میاشتی په څلورمه (4) مه نیټه دجمعی په ورځ دمازیګر په پنځه 17:00) ( بجود فرانکفورت په ښار کی د PSDP )) فرانکفورت دڅانګی په دفتر کې جوړه شوه . چې اجندا ئې پدې ډول وه . ۱ - د ګوندی چارو دپرمختیا او سمبالښت لپاره لاری چاری ۲ - دګوند دخپرونو لپاره دمالی چارو او د غړیتوب د ونډو سمبالښت ۳ - د هیواد، سیمی ، او نړیوال حالات ۴ - په کوزه پښتونخوا کی دپښتنو نوی سیاسی پړاو ته کتنه د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party ( PSDP ) جنرال سیکرټری ښاغلى هدايت الله خان بنګش د غونډی اجندا وویله. غونډه د PSDP د لومړی مرستیال ښاغلی علی خان محسود له خوا د PSDP د بنسټ ايښودونکى او مشر ډاکتر کبیر ستورى او د PSDPد مشر تابه دفتر ( دارالانشاء ) مشر ډاکتر شیر افضل ګردیوال روحونو ته په دوعا سره پرانستل شوه. ورپسی د غونډى د دود سره سم د ګوند دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال ددى غونډى د مشر او ښاغلى ډاکتر شیرولی شیر د منشى په توګه وټاکل شول . د مشرانو جرګى د هر اړخيزو ، مالوما تو او وړانديزونو وروسته د کارهغه واکمنه جرګه ګې چی پخوا ټاکل شوی وه، د بنسټيزى ( منشور ) سره سم به د راتلونکی عمومی ټاکنو پوری د ګوند د لومړی مرستیال تر څارنى لاندى ګوندى چارى پر مخ بيائى چې غړى ئې په لاندى ډول دي . ۱ ــ دوهم مرستيال ښاغلى محمد شیرين ګرديوال ۲ ــ جنرال سيکرټرى ښاغلى هدايت الله خان بنګش ۳ ــ د فرانکفورت د څانګى مشر ښاغلى لالا اقبال ۴ ــ د خپرونو چارو مشر اودمالی چارو دجرګه ګۍ غړی ښاغلى عزيز سرشار ۵ ـ د مشرتابه د دفتر( دارلانشاء ) غړى ښاغلى ډاکتر شير ولى شير ۶ ــ د مشرتابه د دفتر ( دارلانشاء ) مرستيال ،دمالی او خپرونو چارو د جرګه ګۍ غړی ښاغلى نصير ستورى د کورنیو چارو مشر ښاغلی مبارز څاپـی د ملګرو په وړاندیز د کار په واکمنه جرګه ګۍ کی غړی شو. دګوندی چارو د ښه سمبالښت او پرمختیا لپاره به پورتنۍ جرګه ګۍ د بنسټيزى ( منشور ) سره سم کوټلی پروګرام جوړوی اوعملی لاری چاری به لټوی. د افغانستان او سيمى د اوسنى تازه روانو حالاتو په اړوند د مشرانو جرګى غړو هر يو په خپل وار مالومات ورکړل، خبرى او د نظريو څرګندونی ئې وکړی . په کوزه پښتونخوا کی دپښتنو په نوی سیاسی پرمختګ هر اړخیزه خبری وشوی ، دلرو او برو پښتنو په قامى وحدت زور واچول شو . غونډه د شپی په یولسو بجو پای ته ورسیده.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته