(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړکي په ودونو کې ولي پرسندرغاړو بنديز لگېدلى؟

[21.Apr.2008 - 20:56] نعمت الله کرياب ،بی بی سی : په کونړ ولايت کې چې لا له وړاندې سندرغا ړو په ډاګه سندرې نه شواى ويلای، اوس يـې له هغو کسانو سره د پرېکون پرېکړه شوې چې ودونو ته سندر غاړي راولي . داسې چې وايې مړي او ژوندي ته به يې نه ورځي دليل يې د نوي نسل بې لارې کول په ګوته کيږي، خو سندرغاړي وايي له دې هر څه سره سره به سندرې وايي . که څه هم دلته له پخوا هم د سندر غاړو شمېر هومره ډېر نه وو خو چې څومره وو حجرې ډنډې ېې تودې ساتلې وې . اوس يې پر وړاندې په اسداباد کې هسې يو ګام پورته شوی چې تر مخه يې سندرغاړي لکه د پخوا په څېر سندرې نشي ويلای . له دې پرېکړې نه يوازې سندرغاړي په څنډه نه دي، د هغو ډوډۍ ته څوک نه ورځي چې په واده کې يې ټنګ ټکور شوی وي . د اسداباد له يوه اوسېدونکي سمسور سره همداسې شوي، دی وايي پخه غله ورته ددې پرېکړې نه دسرغړاوي په پايله کې پاتي شوه، ځکه واده ته يې سندر غاړي راوستي وو: ' واده ته مې هنر مندان راغلي وو، موږ څوک نه وو خبر کړي خو چې د شپې پروګرام پيل شو له هر ځايه ټېلېفونونه کېدل (تاسو له پرېکړې سرغړونه وکړه، موږ به درسره هغه او دغه وکړو، سهار ډېر څوک واده ته رانه غلل، وريجې راته په ديګونو کې پاتې شوې، چا ويل مړي ته يې مه ورځئ چاڅه ويل چا څه .' مولوي ضيا الرحمن الله يار د هنرمندانو پر وړاندې له پرېکړې کوونکو يو دی، دی وايي دا ګام يې ځکه اخيستی چې يو خو په ګڼ مېشتو سيمو کې د لوړ غږ موسيقي د نورو د ازارولو لامل کيږي او بله د زده کوونکو پام دې پلو را اړوئ : ' موږ علماوو او قومي مشرانو دا پرېکړه ځکه کړې چې که په يوه کور کې غم وي او په بل کې سندرې ويل کيږي نو داښه کار نه دی، بله داچې د ځوانانو ټول پام دېخوا ته را اوړي او زده کړه ترېنه پاتې کېږي، او داکار شرعآ هم ښه نه دی . موږ پرېکړه کړې که چا هنر مندان راوستل مړی ژوندی به ورسره پرېږدو.' خو سندرغاړو دې پرېکړې ته څومره پام کړی او که نه، ايا له خپل هنر نه به راوګرځي ؟ فريد يو له سيمه ييزو هنرمندانو دی، دی وايې که څه هم پرېکړې پر سندرغاړو اغېز کړی، خو په دومره اسانۍ له دې لارې نه را ګر ځي : ' خلک خو مو ډېر گواښي، وايي واده ته يې مه ورځئ . مړی ژوندی ورسره پرېږدئ، خو دا زموږ کار دی دا به کوو، که څه هم مشکلات شته،ته وګوره زه چې کله له کوره راوځم هم په پټه خپل کالي راباسم .' دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې هنري ډلې پرکار لګيا دي، خو که اسانتياوې ورته نشته پر وړاندې يې دومره خنډونه هم نه جوړيږي . سندرغاړي وايي که له مخې دا ګواښ لېرې نشي، محلي موسيقي به ومري، سندغاړي دا ګيله هم لري چې پر هغو ميوزيک ځايونو چې پردۍ سندرې پلوري بندېز نه لګول کيږې خو د خپلو هغو پر وړاندې پولې جوړېږي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته