(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې خبرې اتری د ستونزو دحل يوازينۍ لاره ده

[15.Apr.2008 - 20:28] د ۲۰۰۸ ع کال د اپریل د میاشتی په ۱۲ مه نیټه دباچاخان ( خان عبدالغفار خان ) دسولې لومړني کنفرانس ته ، چې دامريکا دمتحده ايالاتو دنيويارک په ښار کې دعوامي نيشنل ګوندANP ددفتر او د خيبر انجمن لخوا جوړ شوى و، دټيلېفون پر ليکه اسنفديار ولي خان وويل : په پښتونخوا کی حکومت او عوامي نيشنل ګوند پرېکړه کړې چې له قبايلي مشرانو سره خبرې وکړي ، ځکه دا يوازينۍ لاره ده چې کولى شي په سيمه کې تل پاتې سوله ټينګه کړي . هغه وویل چی موږ پرېکړه کړې چې د خبرو اترو لاره خپله کړو او بـی له شرطه له جنګياليو سره خبرو ته چمتو يو . پښتانه ، لکه څنګه چې په نړۍ کې انګېرل کېږي ، ترهګر او افراطي ندي ، هغوى منځلاري او ډيموکرات دي . پاکستان او افغانستان بايد د امن جرګو ته دوام ورکړي او دامن جرګې ګډه اعلاميه بايد پلې کړي او دا د تاوتريخوالي دله منځه وړلو لپاره يوازينۍ لاره ده . نوموړي د يوه پښتون په توګه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې دپښتنو بچيانو ته د ټوپک پرځاى کتاب ورکړي .ده زیاته کړه چی زما بچيانو ته ګولۍ مه ورکوئ ، دليکلو لپاره قلم ورکړئ ، زما بچيانو ته د ځانمرګي بريد واسکټ مه ورکوئ ، دښوونځي کالي ورته ورکړئ . اسفنديار له ټولو پښتنو وغوښتل چې په سيمه کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي . - دپښتونخواخبریال
بېرته شاته