(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښاغلى کرزى به د جمهورى رېاست لپاره ځان کاندېد کړي

[09.Apr.2008 - 20:37] د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى نن د ېکشنبى په ورځ( ۶/اپریل/۲۰۰۸)په کابل کې ېوه خبرى کنفرانس کې وویل :چی دى ښاېې د جمهورى رېاست ددوېمى دورې لپاره ځان کاندېد کړي. په دې برخه کې د ښاغلي کرزي دليل دا و چې په تيرو کلونو کې يې ټولې هغه تګلارې نه دي پلې شوي چې په وينا يې په پام کې يې لرلی. د افغانستان جمهور رئېس ښاغلى کرزى په ٢� � ۴ مېلادى کال کې انتخاب شو؛ د هغه پنځه کلنه دوره په ٢� � ٩ مېلادى کال کې پاې ته رسېږی دغه راز ښاغلى کرزى وویل چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې پريکړه شوې چې دوه ګوني ټاکنې دې بيلې بيلې ترسره شي : تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د پارلماني او ولسمشرۍ په يو ځايي ټاکنو ټينګار لاره او استدلال يې دا و چې د زيات لګښت مخه به ونيوله شي ، تر څنګ يې په دې برخه کې يو شمير سياسي مخالفتونه هم په ډاګه شوي وو ، خو اوس داسې ښکاري چې ټولې غاړې سره په دې برخه کې يوه خوله شوي دي . ښاغلى کرزى چې د ناټو له غونډې تازه راستون شوى و ، په هيواد کې يې د روان کړکيچ او له طالبانو سره د جوړ جاړي په خبرو هم تم شو ، همدارنګه هغه د ناټو پر سرمشريزه کې د شويو پريکړو يادونه وکړه او په هغو يې خوښي څرګنده کړه بلخوا دخبری رسنیو د خبرونو له مخی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي کال په مني کې ترسره شي خو پارلماني ټاکنې به له يادې شوې نېټې يو کال وروسته تر سره کيږي . دغو چارواکو په افغانستان کې د امنيتي ستونزو له امله اندېښنې په ډاګه کړي دي . د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د څو مياشتني ځنډ ګنګوسې رد کړي دي. تر دې وړاندې ويل شوي وو چې درې واړه ټاکنې به په يو وخت تر سره کيږي. له مياشتو مياشتو بحثونو وروسته په افغانستان کې د ملي شورا او د ولسمشرۍ د ټاکنو نېټې اعلان شوې. ددغه اعلان له مخې به ولسمشر او شورا خپلې پنځه کلنې دورې پوره کوي چې په دې بنسټ به د ولسمشر لپاره د راتلونکي کال په مني او د ملي شورا لپاره د ١٣٨٩ کال په پسرلي کې ټاکنې تر سره شي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ او شورا ټاکنې بايد د راتلونکي کال په پسرلي کې تر شره شي چې د تېر ځل ټاکنو کې د ځنډ له امله يو ځل بيا د قانون دغې مادې ته پام نه دى شوى. د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې دغه پرېکړه يې له سياسي ګوندونو او ملي شورا سره تر خبرو وروسته کړې ده. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو په افغانستان کې د امنيتي حالت او په ټاکنو کې د خلکو د لږې لېوالتيا په اړه اندېښنې په ډاګه کړي دي خو وايي چې په دې اړه يې د افغانستان له امنيتي ځواکونو او ناټو څخه ډاډ تر لاسه کړي چې ټاکنې به په ارمه فضا کې تر سره کيږي . د ټاکنوکمېسيون هغه ګنګوسې چې ګواکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې څو مياشتنې ځنډ د ځينو سياسي کړيو د فشار له امله چې غواړي د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې برى تر لاسه کړي رد کړي دي . د ټاکنو کمېسيون د لګښتونو د مخنيوي په موخه د ولسمشرۍ، پارلماني او د ولايتي شوراګانو ټاکنوديو ځاى کېدو وړانديز کړى و خو تېره اوونۍ د ولسمشر کرزي څرګندونو دا هرڅه په ډاګه کړل. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته