(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دويم درې ورځنى عالمي پښتو کنوېنشن

[06.Apr.2008 - 19:56] ښاغلى / اغلې .............. سلامونه! د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره په پېښور کې د يو کامياب عالمي پښتو کنوېنشن ٢� � ٥ء نه پس د "پښتو ادبي چمن ټل" ملګرو د دويم درې ورځني عالمي پښتو کنوېنشن ٢� � ٨ء پېښور تابيا کړې ده چې په عالمي کلي کې زمونږ خوږې ژبې ته کومې ستونځې پېښې دي په علمي او ادبي توګه د هغې جايزه واخستى شي. د پښتنو په خاوره چې نن کوم اور بل دى، ايا مونږ به د دې جوګه شو چې داسې حالاتو کې خپل دود دستور، کلتور او په تېره تېره خپله خوږه ژبه پښتو ژوندۍ وساتو. په پښتو او پښتونولۍ مئين ټولو درنو پښتنو نه دا هيله کېږي چې هغوى مونږ سره په دې لړ کې مرسته وکړي او خپل د قدر وړ تجويزونه راولېږي چې مونږ د هغوى په رڼا کې يوه کړنلاره وټاکو. په پښتو او پښتونولۍ مئين اسير منګل 0300-5973862 سليم بنګش 0300-5905015 - عبدالهادي حېران
بېرته شاته