(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ لخوا احتجاج ليک

[02.Apr.2008 - 07:37] د مهربان بخښونکي لوی څښتن په نامه

د قرآن مجيد په خلاف د شېطاني فېلم غندنه ( د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ لخوا احتجاج ليک )

E-mail: [email protected] د ډنمارک په ورځپاڼو کښې د خدای د ګران رسول او رحمت اللعالمين حضرت محمد مصطفي (ص) په نسبت له سپکاوي نه د ډکو کارټونونو له خپرېدو او د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو له زخمي کولو نه پس په تېرو ورځو کښې د هالېنډ د پارلېمان د يو استازي لخوا د ستر اسماني ، اخيري او کامل کتاب په خلاف د زهرجن (( فتنه )) فېلم جوړېدو او د برطانيې له يو وېبپاڼې لخوا د دغه ناروا فېلم خپرېدو د نړۍ د مېلينونو مسلمانانو زړونه يو ځل بيا ارې ارې کړل او د هغوي غصه او قهر يې راوپارولو چې په دې باندې څومره هم خفګان وشي او څومره هم احتجاج وشي نو کم به وي. چې مونږ د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ لخوا دغه اسلام دښمنه اقدام په سختۍ سره غندو او د خپل غم، قهر او غصې څرګندونه کوو. البته دلته بايد دا خبره په ګوته کړو چې د سلمان رشدي ملعون لخوا د شېطاني کتاب خپرول، د پېغمبراکرم (ص) په نسبت له سپکاوي نه ډک کارټونونه په تکرار سره خپرول او دا شېطاني فېلم خپرول او د اسلام او مسلمانو د سپکاوي داسې نور اقدامات د يو کس يا څو کسانو يا ورځپاڼو کار نۀ دی بلکې دا د اسلام او مسلمانانو په خلاف يو نړيوال سنجول شوی پروګرام دی چې په دغه پروګرام کښې په مسلمانانو کښې د ځينو اورپکواو دهشت ګردو ډلو جوړول او د هغوي په ذريعې سره اسلام بدنامول، بيا د ١١ ستمبر پېښه رامنځته کول او په افغانستان او عراق باندې قبضه کول او په کوزه او بره پښتونخوا او عراق او نورو مسلمانو سيمو کښې د دهشت ګردو اورپکو ډلو په ذريعې سره دهشت ګردانه عمليات ترسره کول او بيا د دغو عملياتو په بانه د مسلمانانو قتل عام کول او په فلسطن کښې په مظلومو فلسطينيانو باندې قيامت جوړول او په نړۍ کښې داسې نورې پېښې ټول تر يو نړيوال پروګرام لاندې ترسره کيږي چې مشري يې امريکه، اسرائيل ، انګرېزان او د دوي نور ځينې لويديځوال انډيوالان کوي. په داسې نازکو حالاتو کښې د اسلام د ټولو فکري مکاتبو، مسلکونو او مذهبونو پېروکارو ته له ډېرې هوښيارۍ او بېدارۍ نه کار اخېستل پکار دي او په خپلو کښې په اتحاد، يووالي او پېوستون سره خپل تش په نامه مسلمان واکمنان دې ته مجبورول پکار دي چې له امريکې، اسرائيلو، برطانيې، ډنمارک، هالېنډ او د دا ډول نورو اسلام دښمنو حکومتونو سره خپل پټ او ښکاره تعلقات پرې کړي او همدا رنګ په مسلمانانو کښې دننه د دغو مستکبرينو لخوا جوړې شوې اورپکښې او دهشت ګردې ډلې هم وپېژني او د هغوي بائيکاټ وکړي او د نړۍ خلقو ته دا خبره ثابته کړي چې دغه دهشت ګردې ډلې له مونږ څخه نۀ دي بلکې خپله دغو اسلام دښمنو استکباري قوتونو او په مسلمانو هېوادونو کښې د هغوي تالي څټو او خفيه اېجنسو رامنځته کړي دي. همدا رنګ د ټولو مسلمانو فرقو زړۀ سواندو مسلمان علماؤ، پوهانو، ليکوالانو، شاعرانو او د قلم خاوندانو ته هم پکار دي چې د اسلام غوندې هر اړخيز،کامل، ماډرن او ښکلي دين لمنه ټينګه ونيسي خپله پرې هم عمل وکړي او خپل کردار پرې جوړ کړي او د نړۍ خلقو ته يې هم په هغه شکل کښې وړاندې کړي چې څنګه يې حق دی او له خپلو ژبو، قلمونو او کردارونو څخه داسې څه نۀ دي څرګندول پکار چې د اسلام دښمنانو ته موقع په لاس ورکړي او هغوي ترې ناوړه استفاده وکړي. بې له شکه چې نن په نړۍ کښې دا ټولې هلې ځلې به د مسلمانانو په بېدارۍ پوهې، يووالي او اسلام ته د غېر مسلمانو مخلصو خلقوپه داخلېدو تماميږي. چې دا دور په باطل باندې د حق او په ظالمانو باندې د مظلومو د برياليتوب دور دی. له طرفه : اهلبېت پښتو اکېډيمي پېښور ( پښتونخوا) - اهلبېت پښتو اکېډيمي
بېرته شاته