(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ په مرکز کی دکونړ سيند مشاعره

[25.Mar.2008 - 22:01] دکونړ سيند په نوم مشاعره د۲۰۰۸ ع کال دمارچ د میاشتی په ۲۸ نیټه ،د ١٣٨٧ز کال دوری( حمل)د میاشتی په نهمه نيټه چې د جمعې مبارکې ورځې سره سمون خوري، د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې جوړيږي
هغه ياران چې له کابل نه او يا هم د جنوبي او جنوب غربي ولاياتونو څخه راځي کولای شي چې په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د پنجشنبې په ورځ دې پوره دوه بجې ځانونه راورسوي هلته د ترانسپورت بند و بست شوی دی. بيا به همدا کاروان په جلال اباد کې د پيښور او لوی ننګرهار د فرهنګيانو له کاروان سره يوځاي کيږي. او د کوڼر د ښکلي او سمسور ولايت په لور به حرکت کوي.
کنړ ميشتي فرهنګيان، افغان ادبي بهير او د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه له ټولو شاعرانو او فرهنګيانو څخه هيله کوي چې په خپل راتګ د کونړ سيند مشاعرې ته ښکلا او ځلا وبخښي. ستاسې د راتلو په هيله . په ډېر درنښت کنړ مشيتي فرهنګيان دیادونی وړ ده چی په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په نوښت او کوربه توب د2008ع کال د مارچ د میاشتی په پنځلسمه (15) نیټه دخالی (شنبی ) په ورځ دالمان د لیورکوزن په ښار کی د»کونړ سیند» تر سرلیک لاندی په لومړی ځل یوه درنه او پرتمینه مشاعره جوړه شوه، چی له جرمنی سربیره د اروپايی هیوادونو څخه هم په سلګونو هیوادوالو پکی ګډون کړی ؤ. د»کونړ سیند» مشاعره د دوو ګلالیو ماشومانو له خوا د پټـۍ په پریکولو سره پرانستل شوه. چی پوره راپور یی د خبری رسنیو له خوا خپور شوی دی.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته