(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقلندر مومند په ياد مشاعره جوړه وشوه

[24.Mar.2008 - 22:35] کراچۍ : د ٢� � ٨ع کال دمارچ دمیاشتی په ٢٢مه نیټه د خالي په ورځ د کراچۍ د جرس ادبي جرګې لخوا د پښتو ژبې د ستر شاعر، ليکوال، کره کتونکي، ژورنالست،څېړنکار او سياستپوه قلندر مومند په ياد کې درېمه يادګاري مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو، سياسي کارکوونکو او ادبپاله شخصيتونو پکې ګډون درلود د مشاعرې تابيا د باچا خان مرکز د غونډو په تالار کې شوې وه چې رياست يې ښاغلي مبارک احمد مبارک وکړ او د مشر مېلمه په څوکۍ ښاغلى امين خټک ناست و. د کوربه چارې طاهر اپريدي ترسره کړې او د ستيژ چارې ماښام خټک او ځلان يوسفزي په شريکه سر ته ورسولې.
په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو د نظمونو او غزلو له لارې پښتو ژبې او ادب ته د ارواښاد قلندر مومند د خدمت او زيار ستاينه وکړه او د هغه ژوندي اثار يې د پښتون ولس لپاره يوه لويه ادبي پانګه وبلله. د ماښام په لمانځه پسې سمدستي وروسته پېل شوې دا مشاعره د شپې په يوولس بجې سر ته ورسېدله. (عبدالهادی حېران) - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته