(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمیرویس خان بابا تلویزنی ننداره

[21.Mar.2008 - 13:48] په افغانستان کی د میرویس خان نیکه د تاریخی ویاړونو یوه برخه چی کلونه پخوا د پیاوړی لیکوال او انځورګر ارواښاد عبدالغفور بریښنا لخوا لیکل شوی وه، پدی ورځو کی په کابل او ننګرهار کی د تلویزونی ننداری په بڼه ترتیب او جوړه شوه، چی په نزدی راتلونکی وخت کی به هیوادوالو ته د رسنیو له خوا وښودل شی .
ددی تاریخی ننداری د ډایرکټ چاری په پښتو او پښتونولۍ میینی اغلی ستورۍ منګل سرته رسولی دی. پدغه ننداره کی ښاغلو: مطیع الله روفی، سلیمانخیل، ارغندیوال، غفار، عبدالله صاحبزاده، محمد قدیر،فیض محمد بهمان،اغلی ملالۍ او ستورۍ منګل مهم رولونه لوبولی دی. ټولو ته جوته ده چی میرویس خان نیکه د لوی افغانستان په تاریخ کی ځلانده نوم او لوی مقام لری، او د باباهره کارنامه ددرناوی، ستایلو او ویاړه ډکه ده.
مونږ د اغلی ستوری منګل ددی تاریخی قدم ستاینه او درناوی کوو،او د ټولو لیکوالو، شاعرانو او ممثلینو څخه هیله کوو چی داغلی ستورۍ منګل په لار قدم کیږدی او د خپلو تاریخی ویاړونو او خپلو ملی مشرانو دنومونود ژوندی ساتلو لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی، ځکه د افغانستان د تاریخ پدی حساسو شیبو کی ځینی پردی پال غواړی چی د افغان ولس د تاریخی ویاړونو او ریښتینو ملی مشرانو پر ځای جعلی او پردو پالو څیرو نه اتلان جوړ کړی.
د یادولو وړ ده چی ددغی ننداری په جوړیدو کی د ننګرهار د والی ښاغلی ګل اغا شیرزوی او ښاغلی نوراغا ځواک هراړخیزی مرستی د قدر او ستاینی وړ دی.
- عزیز سرشار
بېرته شاته