(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهيد موسى شفيق او وزير محمدګل خان مومند بابا ياد غونډی

[14.Mar.2008 - 22:21] هېواد د وتلي او نوماند سياستوال، شاعر او ليکوال شهيد محمد موسى شفيق د خدمتونو، اند او سياست د څېړلو لپاره يوه ورځنۍ څېړنغونډه د جلال اباد ښار په شاهي قصر کې د اطلاعاتو او کولتوروزارت په نوښت او د ننګرهار ولايت په مرسته د روان کال د کب د مياشتې په يوويشتمه نېټه جوړه شوه. څېړنغونډه چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د کولتوری سلا کار نجيب الله منلي له خوا د لنډې وينا په اورولو سره پرانيستل شوه. غونډې ته افغان ولسمشر په خپل رالېږلي پيغام کې، چې د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي له خوا ولوستل شو، موسى شفيق د هېواد د سياست او ادب د ډګر يو پياوړى بچى بللى و او د اطلاعاتو او کولتور وزارت دغه نوښت يې وستايه. همدا راز د اطلاعاتو او کولتور وزير عبدالکريم خرم هم په خپل پيغام کې په دې ټينګار کړى و چې موسى شفيق د يوه ژوندي ولس يو ژوندى او ويښ بچى و او د هغه سياست او ژوند را سپړل زموږ د راتلونکي نسل لپاره د لارښوونې سرچينه ګرځېدلى شي. د علومو اکاډمۍ ريس په خپل پيغام کې موسى شفيق يو رښتينى افغان او د ملي وحدت سمبول وباله. غونډې ته د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ليکوالان او سياستوال راغلي و او هر ليکوال په وار سره د ښاغلي شفيق په ژوند، سياست او خدمتونو خپلې ليکلې مقالې او ويناوې واورولې. د څېړنغونډې په اوږدو کې د موسى شفيق د ژوند او سياست په اړه يو لنډ مستند فلم هم نندارې ته کېښودل شو، چې د ننگرهار د راډيو ټلويزيون له خوا جوړ شوى و. د يادولو وړ ده چې د دغې څېړنغونډې په وياړ د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا دوه ټوکه کتابونه هم چاپ شوي دي، چې په هغې کې يو کتاب د نوموړي د (ننګرهار شاعران) په نوم يوه ارزښتناکه تذکره ده چې د منځنۍ دورې ډېر ښه شاعران يې پکې راپېژندلي دي. همدا راز ددافغان ادبي ټولنې لخوا دسترپښتون وزيرمحمدګل خان مومند يادغونډه دپيښورپه يو سيمه ايزپوهنتون پي سي ايس الفاروق كالج كې په ځانګړو پرتمينو مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شوه، غونډه دقراّن عظيم الشان دڅومباركو ايتونو په تلاوت پيل شوه اودنامتوخبريال مجيب الرحمن انګار دميرمنې په مړينه ژوره خواشينى وښودل شوه اودټولنې مشر نظيرالحق قريشى پرانستې وينا وكړه او ويې وئيل چې افغان ادبى ټولنه دخپلو وياړونو په ترڅ كې دوزيرمحمدګل خان مومند ياد لمانځي نوموړي دساپي دپښتو څيړنو او پراختيا مركز ،دخبرونه دورځپاڼې او په جرمنى كې دسائنسپوهانو دټولنې او نورو ګڼو ټولنوڅخه مننه وكړه چې په څه ناڅه توګه ئې دټولنې سره دوزيرمحمدګل خان مومند ياد غونډې په لمانځنه كښې مرسته كړې ورپسې علامه عبدالستار محمدى،فضل قادرانډيوال ،تحسين الله تحسين ، اسلام ګل شيرزاد،محمدعارف همدرد ، مفتون غرق پرق ، فضل مولا توركى او نجيب الله اكرامي خبرې وكړې او دلكي مروت څخه احمد جان احمد او له ناروى څخه اجمل اټك يوسفزي او له يونان څخه جلال امرخيل دټليفون له لارې خپل پيغامونه واورول او دافغان ادبي ټولنې لخوا دوزيرمحمدګل خان ياد غونډه لمانځل يې نيك ګام وباله غونډې ته په جرمني كې دسائنسپوهانودټولنې دمشرتابه پوهنوال ډاكټرنظرمحمدسلطانزي ځدران او دساپى دپښتو دڅيړنو اوپراختيا دمشرامام الدين ساپى ځانګړى پيغامونه هم چې دغونډې په اړه يې راليږلي و ولوستل شول په پاې كې اّزاده مشاعره وشوه دغونډې په برخه والو دساپى دمركز يوشمير مجلې او كتابونه هم وويشل شول چې مينه والو په مينه ترلاسه كړل افغان ادبى ټولنه دخپل جوړښت څخه راوروسته دالومړى ځل دى چې دوزيرمحمدګل مومند په څير ديونامتو پښتون ياد لمانځي - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته