(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عوامي نيشنل ګوند وزيرانو نومونه اعلان کړل

[08.Mar.2008 - 11:05] جمعه ٧/� ٣/٢� � ٨پېښور : دعوامي نيشنل ګوند ايالتی مشر افراسياب خټک په يوې خبري غونډه کې د خپل ګوند له خوا دپښتونخوا د صوبـی دوزارتونو لپاره د دولسو کسانو نومونه اعلان کړي ،چې په کې به بشير بلور دښاروالۍ وزير ،ارباب ايوب جان دکرنې وزير ،ميا افتخار حسين دزده کړې وزير ،واجدعلي خان دځنګلونو دچارو وزير ،ايوب دساينس او ټکنالوژۍ چارو وزير ،سيدعاقل شاه دسپورټ ،کلتور او سياحت وزير ،زرشيد دعشر او زکات وزير،بيرسټر ارشد عبدالله دقانون او پارلماني چارو وزير ،سردار حسين بابک داطلاعاتو او عامه اړيکو وزير ،ميانثار ګل دزندانونو دچارو وزير ،نيمروزخان دحج او اوقافو وزير او ستاره عمران دښځينه او دخير ښيګڼې دچارو وزيره ټاکلى شوې دايالتي اسمبلۍ وياند به دخلکو دګوند له خوا او مرستيال يـې دعوامي نيشنل ګوند خوشدل خان ټاکل شوى . بلخواد عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولى خان په اسلام آباد کې د پيپلز ګوند د مشر اصف على زرداري سره وکتل چی د پيپلز ګوند لوړ پوړي غړى هم موجود وو ، د راپورونو تر مخه په ليدنه کتنه کې د پښتونخوا،د مرکز ، بلوچستان ، او سندهـ کې د حکومت جوړونې او د وزارتونو د ويش په تګلاری او نورو سياسي چارو باندې خبرې اترې شوې دی، د دواړو مشرانو تر منځ دغه ليدنه لږ تر لږه يو ساعت دوام وکړ. دلراوبر دخبر له مخي دپښتونخوا نګران وزير اعلى شمس الملک ويلي دي چې په سوات کښې د زيانمن شوو لپاره د مرستندويې بوديجې منظوري ورکړل شوې ده ، دغه څرګندونې نوموړي د پخواني صوبايي وزير محمد کريم بابک په مشرى شپږ کسيزه پلاوي سره د ليدلو پر محال وکړې ، نوموړي زياته کړه چې د سوات په عملياتو کښې د زيانمن شوو سره مرسته ډېره زر وشي ، د مالاکنډ بوديجې په ترڅ کښې به د سوات په شمول بونير ، اپردير ، لوئير دير ، شانګله او ملاکنډ کښې به د پرمختګ پروژې پلي کړل شي ، پدغه ضلعو کښې به سړکونه ورغول شي ، د ګيس د ورکولو سره به ټولې دولتي محکمې فعاله شي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته