(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنوپه جرګه کې ځانمرګي برید

[02.Mar.2008 - 13:27] 02.03.2008د خبری رسنیو د خبرونو له مخی د پښتنو په سیمه د ادم خېلو په دره کې د په يوې قبايلي جرګه کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې ٤� کسان ووژل شول او په لس ګونو ټپيان شول . د ۲۰۰۸ ع کال د مارچ په ٢ نیټه ديکشنبې په ورځ د غرمی شاوخوا ١٢ بجې په يوه سيمه ييزه قبايلي جرګه کې چې شاخوا ١� � قومي مشران او سپين ږيري پکې راغونډ شوي ؤ، د جرګې له پاى ته رسېدو سره سم يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل ځان وچاوۀ . له بريده وروسته د جرګې فضا خړه پړه شوه او هرخوا ته مړي او ټپيان پراته و، چی کابو ٤� کسان وژل شوي او ٥� شاوخوا ټپيان شوي دی . خو په سيمه کي يو چارواکى وايي چې په دې پېښه کې نژدې ٣� کسان وژل شوي او په لس ګونو نور ټپيان شوي دي .مړي او ټپيان په سيمه کې نژدې روغتونونو ته ویوړل شول . د يادونې وړ ده چې دغه قبايلي مشران په سيمه کې د امنيت او ټيکاو راوستو په موخه سره راغونډ شوي وو . دا په تېرو درېيو ورځو کې د پښتنو په ايالت کې درېيمه ځانمرګې پېښه ده چې په لس ګونو کسان پکې وژل کېږي . دوې ورځې وړاندې په سوات کې د يوه ځانمرګي له امله ٥� کسان ووژل شول او کابو ١� � نور ټپيان شول . بل خوا د بلوچستان ايالت د کلا سيف الله د مسلم باغ په پنډغالي کې د پټرولو او ګازو د پلورنځي د يوې هټۍ مخې د افغان کډوالو په يوه پنډغالي کې چاودنې اتو تنو افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده چی درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى . تر اوسه ددې پېښې پره چا پرغاړه نه ده اخيستې . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته