(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مينې پېغام

[29.Feb.2008 - 00:18] د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه د مينې پېغام مياشتنۍ مينه مجله د چاپ په درشل کښې د پښتو ادب او کلتور د ټولو مينه والو په خدمت کښې عرض دے چې مياشتنۍ مينه مجله د چاپ په درشل کښې ده او ډېره زر به د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه خپره شي. که کوم مينه وال غواړي د مينه په وړومبۍ ګڼه کښې خپل پېغامونه يا لنډې ليکنې، شعرونه وغېره شامل کړي نو زر تر زره دې د ايمېل په ذريعه راوليږي همدا رنګ د نړۍ په مختلفو سيمو کښې که کوم مينه وال په رضاکارانه توګه د مينې مجلې لپاره استازي جوړېدل غواړي نو خپل نومونه او د ځان په حقله معلومات دې هم د ايمېل په ذريعه راولېږي په مينه انور شاهين خانخېل مياشتنۍ مينه پېښور دفتر: شاهين ټاؤن پېښور ايمېل: [email protected] - انور شاهين خانخېل
بېرته شاته